د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

هارون پوپل: د فوټبال فدراسیون ستونزو د هواري لار شفافې ټاکنې دي


د افغانستان د فوټبال فدراسیون ریاست ته یو شمېر نوماندان ادعا کوي چې یاد فدارسیون دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دی چې یوازنۍ حل لاره‌یې شافې ټاکنې دي چې باید پر وخت ترسره شي.

د یادو نوماندانو له ډلې هارون پوپل وايي، د فوټبال فدراسیون د ستونزو هواري لپاره‌یې ځان د دغه فدراسیون ریاست ته نوماند کړی.

ښاغلي پوپل د دوشنبې په ورځ په کابل کې په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د افغانستان فوټبال فدراسیون کې اساسي بدلونونو ته اړتیا لیدل کېږي او دغه فدراسیون تر اوسه يوه معیاري اکاډمي هم نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په ولایتونو کې د فوټبال فدراسیون پر مشرانو نیوکه کېږي چې ولې بودجه، پروګرامونه او ځانګړي پلانونه نه‌لري، که موږ او تاسې ځیر شو نو موږ به تېرو دولسو دیارلسو کلونو کې حتی يوه معیاري اکاډمي هم نه‌لرو."

ښاغلی پوپل وايي په فوټبال فدراسیون کې يې د اساسي بدلونونو لپاره داسې طرحې او پلانونه جوړ کړي چې په عملي کېدو سره به‌یې په دغه فدراسیون کې مثبت بدلونونه راشي.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې د افغانستان پر المپیک کمېټې له دې امله تل نیوکې کېږي چې په يوه وخت کې دوه رئیسان لري چې له امله‌يې لوبغاړي او فدراسیونونه له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په ولسي جرګه کې د روغتیا، بدني روزنې او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې کمېسیون منشي ښاغلي چمن‌شاه اعتمادي په دغې ناسته کې له حکومته وغوښتل چې د فوټبال فدراسیون ستونزې دې ژر تر ژره هوارې کړي.

اعتمادي: د فوټبال فدراسیون ستونزې دې هوارې شي.
اعتمادي: د فوټبال فدراسیون ستونزې دې هوارې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ولسمشر، اجرائیه رئیس او نورو اړوندو ادارو څخه په جدي توګه غواړو چې د ورزش دغه ګډوډ حالت ته پاملرنه وکړي او دغه ستونزي هوارې کړي."

ښاغلي اعتمادي زیاته کړه چې ورزش د افغانستان ګډه ژبه او هویت دی او باید له هر ډول ناوړه مسایلو څخه لیرې وساتل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون انتخابات د راتلونکي کال د حمل پر ۱۶ نېټه تر سره شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG