د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

افغان چارواکي تر راتلونکو ۶ میاشتو د صادراتو ملي ستراتیژي جوړوي


د افغانستان د اقتصادي سکتور وزارتونه د صادراتو لپاره ملي ستراتیژي د وخت اړتیا بولي او وايي چې د هېواد ۳۴ ولایتونو څخه د سوداګرو او کارپوهانو په مټ د یادې ستراتیژۍ پر جوړولو کار پیلوي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قربان حقجو وايي، دا ستراتیژي به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړه شي کوم کار چې افغانستان د اقتصادي رقابت په لوري بیولای شي.

نوموړی وايي، د افغانستان تولیدات او کرنیز توکي په نړیواله کچه ښه نوم لري خو د نړیوال کېدو لپاره‌یې باید کیفیت، کمیت او قیمت ته کار وشي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قربان حقجو
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قربان حقجو

ښاغلي حقجو زیاته کړه:

"که موږ دا ستراتیژي جوړوو دا به داسې ستراتیژي وي چې د افغانستان اوسنیو واقعیتونو او اړتیاوو ته په کتو جوړه شوې وي، تر اوسه به د نړۍ مرستې راتلې او موږ یې بې‌نیازه کړي وو چې ښه صادرات ولرو، خو نن موږ تر ډېره په اقتصادي ګواښ کې یو."

نوموړي دا خبرې د دوشنبې په ورځ کابل کې د خصوصي سکتور متشبثینو، سوداګرو او اړوند کسانو سره د صادارتي ستراتيژي جوړولو په دوه ورځنۍ غونډه کې وکړې.

قالینې، وچې او تازه مېوې، کرنیز توکي، حیواني محصولات او لاسي صنایع د افغانستان د صادراتو عمده برخه جوړوي.

خو د افغان چارواکو په باور دا وخت د هېواد صادراتو برخه یوازې پنځه فیصده ده په داسې حال کې چې دا هېواد نېږدې ۹۵ فیصده واردات لري.

افغان چارواکي دا اقدام داسې وخت کوي چې دې هېواد په دې وروستیو کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان او د سوداګرۍ د نړیوالې خونې غړیتوب تر لاسه کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر عتیق‌الله نصرت وايي، دا وخت د معیار، کیفیت، له ګاونډیو او ډېرو نورو هېوادونو سره د موافقو، د هېواد دننه د انکشافي بانکونو او سړو خونو نه‌موجودیت ځیني هغه ستونزې دي چې د افغانستان صادرات یې محدود ساتلي دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل ملېبن دې غونډې ته وویل، اروپايي ټولنه د ورته ستونزو د حل برخه کې له افغانستان سره د ستراتيژي د جوړولو برخه کې همکاره ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل ملېبن
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل ملېبن

له دې سره د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر که څه هم د افغان حکومت دا اقدام ناوخته ګڼي خو وايي چې جوړېدونکي ستراتیژي باید هر اړخېزه وي.

نوموړی وايي:

"ستراتيژي هغه ده چې د اقتصادي ودې لپاره او پرمختیا لپاره کار وکړي او تولیدات مو مخته ولاړ شي، د کار موندنې لپاره ګټوره وي او عواید مو لوړ کړي، د بې‌وزلۍ کچه راټیټه او د ۹۵٪ وارداتو څخه مو خلاص کړي او لږ تر لږه لږ انډول خو باید پیدا کړو."

د قالینو صادراتو د ټولنې مرستیال محمد ظریف یادګاري وايي، دا سټراټیژي به افغاني اموالو ته خپل هویت ورکړي خو د هغه په باور په عملي کېدو یې ډاډمن نه‌دی.

ښاغلی یادګاري وايي، سکتوري وزارتونه باید د دې ستراتیژۍ په عملي کېدو په تېره بیا د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په برخه کې د ستونزو پر حل ډېر کار وکړي څو صادرات‌یې مصون وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG