د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس اروپايي ټولنې ته ډاډ ورکړی چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالد ټرمپ د ناټو تر شا د بشپړ ملاتړ سره ولاړ دی.
د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال نوموړي په عین حال کې د امریکا د نوې ادارې پر هغې غوښتنې هم ټینګار وکړ چې غواړي د ناټو غړي هېوادونه باید د دفاعي لګښت بار ته په شریکه اوږه ورکړي.
جیمز متېس د جمعې په ورځ د مونشن په امنیتي کنفرانس کې خبرې کولې، چېرې چې اروپايي مشران د شمالي اتلانتیک تړون په وړاندې د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا د تعهد په اړه روانې خبرې له نېږدې څاري.
جیمز متېس وویل، د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې روسیې کریمیا لاندې کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې کړکېچ راپورته کړ او د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې د سوریې او عراق پراخې سیمې ونیولې، د ناټو غړي هېوادونه نور له واقیعت څخه انکار نه شي کولی.
نوموړي زیاته کړه د اتلانتیک دا تړون د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي پر ضد مبارزه کې زموږ د یو پیاوړي دفاعي دېوال په توګه لا هم مهم دی.
د امریکا د دفاع وزیر همداراز څرګنده کړه چې متحده ایالات د ناټو پر هر غړي د برید په صورت کې جمعې دفاع ته د تعهد د اساس په اړه پوښتنه نه لري او زیاته یې کړه ټول غړي هېوادونه باید د یو ټیم په توګه کار وکړي.
د امریکا د دفاع وزیر وویل:
"د دې لپاره چې د هغو ګواښونو په وړاندې چې زموږ تړون ورسره مخ دی مقابله وکړو، موږ باید نه یوازې ستراتیژیک واقعیتونه بلکې سیاسي واقعیتونه ومنو، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې له کله رسماً د ولسمشر په توګه لوړه کړې نو د ناټو سره یې بشپړ ملاتړ په ډاګه کړی، نوموړی همدارنګه پر دې باور دی چې ناټو اړتیا لري د نن ورځې له ستراتیژیک وضعیت سره ځان برابر کړي څو با اعتماده، وړتیا لرونکي او مؤثره و اوسي."
خو د امریکا د دفاع وزیر یو وار بیا د ناټو د تړون د غړیو هېوادونو له خوا د خپلې برخې دفاعي لګښتونو پر ورکولو ټینګار وکړ.
نوموړي وویل:
"دا ډېره عادلانه غوښتنه ده چې ټول هغه هېوادونه چې د نړۍ د دې بهتره پوځي تړون څخه ګټه اخلي، خپل مناسبه ونډه دې د خپلو ازادیو د دفاع لپاره د ضروري لګښتونو په برخه کې ورکړي."
نوموړي زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالتونه د دې پوځي تړون په سلو کې اویا مالي بودجه برابروي.
د ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې څخه تر یوې میاشتې په کمه موده کې د مونشن ۵۳ میلادي امنیتي کنفرانس په اروپا، روسیې او نړۍ کې د حکومتونو لپاره یو چانس دی چې د خپلو هغو پوښتنو ځوابونه تر لاسه کړي چې د واشنګټن د بهرنۍ پالیسۍ په اړه یې لري.
هغه پالیسي چې د امریکا متحده ایالات به یې په راتلونکو کلونو کې تعقیب کړي.
د جمعې په ورځ تر دې مخکې د مونشن د امنیتي کنفرانس مشر ولف ګانګ ایشینګر وویل، «دا کنفرانس د پراخې بې باورۍ»پر مهال جوړېږي په ځانګړې توګه هغه بې باوري چې د اتلانتیک د دواړو غاړو تر منځ د راتلونکو اړیکو په اړه موجوده ده.
دې جرمني ډیپلوماټ پوښتنه راپورته کړه چې ایا د امریکا متحده ایالات اوس هم غواړي چې یو اروپايي ځواک وواوسي او کنه؟ نوموړي زیاته کړه د ولسمشر ټرمپ بیانونه داسې ښکاروي چې لوریې مختلف دی.
د جرمني د دفاع وزیرې اورسیلا ون دیر لین د مونشن کنفرانس ته وویل نړۍ په حیرانونکي توګه د کړکېچونو او ناورینونو شاهده ده.
نوموړې چې تر یو حده یې روسیې ته اشاره کوله زیاته کړه، ځینې هېوادونه ځواک نندارې ته وړاندې کوي او د خپل نفوذ سیمې په داسې بڼه اړوي چې د نړیوال قانون سرغړاوی دی.