د لاسرسي لېنکونه

د کاپیسا ځايي چارواکي وايي چې د يوې چاودنې په نتيجه کې درې ملکيان ټپيان شوي دي.

د کاپيسا ولايت امنيه قومندان جنرال عبدالرازق يعقوبي نن وويل چې دا چاودنه په صياد تفريحګاه کې وشوه.

۱۱ نيمې بجې يو بايسکل د شيدو د يوه پلورنځي مخې ته درول شوی او د چاودېدونکو موادو کنټرول يې له لېرې کېده.

چاودېدونکي مواد پر دغه ځای چاودلي او درې کسان یې ټپيان کړي دي چې روغتيايي وضعيت يې اوس ښه دی.

نور تلفات نه لري او سیمه د امنیتي ځواکونو او پوليس تر کنټرول لاندې ده.

ده زیاته کړه چې چاودېدونکي مواد پر يوه بايسکل ځای پر ځای شوي وو.

د دې پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

پوليس وايي، په دې اړه پلټنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG