د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

کډوال: خوست کې نُمرې د کاغذ پرمخ شته، خو پر ځمکه نه


په خوست کې هغه ګڼ افغان کډوال چې په تېره یوه لسیزه کې له مهاجرته راستانه شوي، وايي چې دا څو کاله د کورونو د جوړولو لپاره د نُمرو تعرفې ورکړل شوي، خو دوی ته عملاً ځمکې نه‎دي ورکړل شوي.

بل لوري ته د کډوالو چارو ریاست مسؤلین وايي چې دوی د قلموال مېنې په ښارګوټي کې چې ۱۰ کاله وړاندې جوړ شوی، اوس‎مهال یوازې د ۳۰۰ نمرو لپاره ځمکه لري چې هغه هم د ځايي خلکو او زورواکو له‎خوا غصب ده.

د دوی په وینا په خوست کې تر اوسه له څلورنیمو زرو ډېرو راستانه شویو کډوالو ته د وي- ار- ایف فورمې ورکړل شوي چې دا فورمې بې ځمکو راستنېدونکو ته ورکول کېږي، خو تر هغه چې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټي منظور نه‎شي، دوی راستنېدونکو ته بل د ځمکو د ورکولو ځای په اختیار کې نه‎لري.

د فورمو د لرونکو له‎منځه درې تنه خپله ستونزه ازادي راډیو سره دا ډول شریکوي:

"زه جواد کامران، موږ ته يې یوازې د کاغذ پر مخ نُمرې راکړي دي، د ځمکې پر مخ نشته، د امنیتي ارګانونو او چارواکو نه موږ دا هیله کوو چې دا د غصب مسئله له منځه یوسي، هلته چې موږ لاړ شو، چا ته چې نُمره ورکړل شوي وي، نُمره پرې جوړوي، نو د کور والا پسې راووځي چې تاسو دلته کار مه کوئ.

۲-دا ۷ یا اته کاله کېږي چې موږ په قلموال مېنه کې د نُمرو لپاره پیسې بانک ته تحویل کړي دي، که ولایتي اداره موږ لپاره یو شهرک جوړ کړي، دا به ډېر په ګټه تمام شي.

۳-زه رحمن ګل د صبریو د ولسوالۍ نماینده، زموږ د ځمکو د غصب مسئله جدي خبره ده، دا چې ځمکه مو غصب ده او باید د غصب څخه ازاده شي."

د خوست د ولایتي شورا غړي هم د بېرته راستنېدونکو ستونزه پرځای بولي او وايي چې د کډوالو ښارګوټي قلموال مېنه کې دې، پاتې ځمکه، له غصب خلاصه او د مستحقینو په اختیار کې دې ورکړل شي.

د ولایتي شورا استازی قدیم افغان وايي:

"راستنېدونکو مهاجرینو سره رښتیا چې عدالت نه‎کېږي او ظلم ورسره کېږي، فورمې په لاس ګرځوي، خو تر اوسه دوی ته حق نه‎دی ورکړل شوی، دا ځمکه باید له غصب خلاصه شي او حق حقدار ته ورسېږي."

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس هاشم حلیم وايي، په قلموال مېنه کې یوازې درې سوه نور کورونه ځایږي، پاتو کسانو ته باید نوی ښارګوټی ډیزاین او نقشه شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس هاشم حلیم
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس هاشم حلیم

د هاشم حلیم په وینا پدې اړه د اراضي امریت ته دنده سپارل شوې ده:

"د څلور نیمو زرو څخه د ډېرو خلکو د وي ار ایف فورمي ثبت دي، دا شهرک د اتلس سوه کورنیو لپاره ایجاد شوی دی، چون په شهرک کې موږ نور ځای نه‎لرو، میاشت مخکې د کمېسیون په غونډه کې د اراضي امریت ته وظیفه وسپارل شوه چې دا ځای تعین کړي چې دې خلکو ته په کې نوی شهرک ایجاد کړي."

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې ولایتي اداره د غاصبینو پر وړاندې د مبارزې هوډ لري او په همدې بنسټ څه موده مخکې په خپله د خوست د والي په مشری د قلموال مېنې په سیمه کې د غاصبینو پر وړاندې عملیات وشول، خو ځینو کړیو دا حرکت د ځنډ او خنډ سره مخامخ کړ.

نوموړی وايي، ولایتي اداره به په خپل ټول توان غصب شوې ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې او د دولت په اختیار کې به يې ورکړي.

مبارزمحمد ځدراڼ زیاتوي:

"ولایتي ادارې چې په خپله والي صیب يې په رأس کې وو، څه موده مخکې د قلموال مېنې ښارګوټي ته ولاړل، هلته يې د غصب شویو ځمکو د بېرته خلاصولو عملیات پیل کړل، بالاخره ځنو کړیو د غصب پر وړاندې مبارزه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوه، موږ ژمن یو چې د دغو او نورو غصب شویو ځمکو د خلاصون لپاره به قدم په قدم د یو مهالوېش پر اساس قدم ږدو."

د یادونې وړ ده خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې لږې اوارې ځمکې لري، په‎دې ولایت کې د دولتي ځمکو ډېره برخه د ځايي خلکو او زورواکو له‎خوا غصب ده او ان په غصب شویو ځمکو کې سلګونه لوی او واړه کلي جوړ شوي دي.

کتونکي په‎دې باور دي، کچیرې حکومت د غاصبینو پر وړاندې پرېکنده اقدامات ونه کړي، ممکن په خوست ښار کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د سړو خونو د پروژې د کېنسل کېدو په شان د نورو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو لپاره هم مناسبې ځمکې پیدا نشي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG