د لاسرسي لېنکونه

تېره ورځ غرمه مهال د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ اړوند د پیرکوټي په سیمه کې د ماین په چاونه کې د دوو دیني مدرسو (۱۲) نابالغ زده کوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ یاد زده کوونکي په یو پیکب موټر کې په رخصتۍ کور ته روان و چې چاودنه پسې وشوه.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت ازادي راډیو ته وايي چې دې ماشومانو د دارلعلوم او قلندریه په دیني مدرسو کې زده کړې کولې.

د پکتیکا والي د ماین د ځای پرځای کولو پړه په وسله‎والو مخالفینو اچوي او زیاتوي، تردې پېښې لږ مخکې په همدې سیمه کې کله چې افغان ځواکونه تېرېدل وسله‎والو پرې برید کړی وو.

الیاس وحدت زیاتوي:

"دا د دولت د وسله‎والو مخالفینو تازه ځای پر ځای شوی ماین وو، کله چې زموږ ځواکونه د ګیان ولسوالۍ او نېږدې سیمو لپاره اکمالات کوي، لږ مخکې زموږ ځواکونه له همدې ځایه تېر شوي دي او په همدې ځای کې حمله پرې شوې وه، دا پېښه غندو، دا د اسلامیت، انسانیت او افغانیت نه لېرې پېښه ده، پر وسله‎والو مخالفینو غږ کوو چې نور په افغانستان کې له انسان وژنې او وحشت څخه لاس واخلي."

د پکتیکا والي زیاتوي، په پېښه کې درې تنه زده‎کوونکي د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د ارګون روغتون ته لېږدول شوي خو د یو کس روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.

پیرکوتی د ارګون ولسوالۍله ښار ۱۵ کیلو متره لېرې غرنۍ سیمه ده.

XS
SM
MD
LG