د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

هلمند چارواکي: د پولیسو ۷۰ سلنه خیالي تشکېلات له‎منځه وړل شوي


د هلمند ولایت چارواکي وایي، د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې یې د دغه ولایت د پولیسو په لیکو کې ۷۰ فیصده خیالي تشکېلات له‎منځه وړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پنجشنبه په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د هلمند اداره په پام کې لري په راتلونکې یوې میاشتې کې دغه ډول تشکېلات په بشپړ ډول له منځه یوسي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک

ښاغلی ځواک وايي:

"د هلمند ادارې او په‎خپله والي په‎دې ټینګار کوي څو هغه خیالي تشکيلات چې په پولیسو کې شته ژر تر ژره له‎منځه یوړل شي او پرځای یې نور مستحق کسان وګمارل شي. موږ توانیدلي یو د پولیسو شاوخوا اویا فیصده خیالي تشکېلات له منځه یوسو او پاتې فیصده به یې له درېیو اونیو نیولې تر یوې میاشتې پورې له منځه یوړل شي."

د هلمند چارواکي وایي، تېرو څو میاشتو کې یې یوازې په مارجې ولسوالۍ کې ۴۰۰ پولیس چې غېر حاضر وو له دندو لېرې او پر ځای یې نور کسان ګمارلي دي.

د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو خبره داسې مهال کېږي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ هلمند ولایت ته ورغلی او د والي په ګډون یې له اړوند چارواکو سره د پولیسو د اصلاحاتو پر لارو چارو خبرې کړي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي و چې په ټولو ولایتونو کې یې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او ستونزو د هواري په هدف ۲۰ ټیمونه جوړ کړي څو د پولیسو ستونزې وڅېړي او د هواري په هدف یې اقدامات وشي.

XS
SM
MD
LG