د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

ټېلرسن: کریملین دې د اوکراین برخه کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د پنجشنبې په ورځ د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره تر لېدو وروسته ویلي چې متحده ایالات په هغو برخو کې چې د امریکا د خلکو په ګټه وي له روسیې سره کار کولو ته آماده ده.

ټېلرسن د پنجشنبې په ورځ د جرمني بن ښار کې د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډو کې له خپل روسي سیال سره تر لیدو وروسته ویلي چې د ټرمپ اداره تمه لري روسیه د اوکراین په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن

نوموړی وايي:

"په‎داسې حال کې چې موږ د نویو ګډو همکاریو د زمینو په لټه کې یو، دا تمه لرو چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د مېنسک تړون برخه کې خپلو ژمنو ته وفاداره پاته شي او په اوکراین کې د ستونزو د کمولو لپاره کار وکړي."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدنې وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي:

"شک نشته چې متحده ایالات له خپلو متحدینو سره د ستونزمنو نړیوالو مسایلو د هواري برخه کې کار کولو ته ژمنه ده."

سرګي لاوروف تر دې لیدنې وروسته ویلي چې دوی د سوریې، اوکراین او افغانستان په اړه خبرې کړي دي، موافقه یې کړې چې په هغو برخو کې چې دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري باید پرمخ ولاړ شي.

لاوروف: ټول اختلافات هم په یو ځل نه هوارېږي.
لاوروف: ټول اختلافات هم په یو ځل نه هوارېږي.

لاوروف دا هم ویلي چې ټول اختلافات هم په یو ځل نه هوارېږي.

نوموړی وايي:

"دا ښکاره ده چې موږ نه‎شو کولای ټول مسایل حل کړو. زه فکر کوم هغه به د روسیې او امریکا په څېر دوو لویو قدرتونو ترمنځ هېڅ کله هم په بشپړ ډول حل نه‎شي، خو زموږ مشترک درک دا دی چې هرځای چې زموږ ګډې ګټې وي، موږ باید پرمخ ولاړ شو."

لاوروف وايي، له ټیلرسن سره په لیدو کې د امریکا له‎خوا پر مسکو د بندیزونو پر موضوع خبرې ونه‎شوې. دی وایي، ګمان کوي د دواړو هېوادونو ولسمشران به ډېر ژر له یو بل سره وګوري.

په بن کې د مسکو او واشنګټن د دغو دوو لوړ پوړو چارواکو د لیدو سره هم مهاله د دواړو هېوادونو لوړ پوړو پوځي چارواکو د آذربایجان په باکو کې سره ولیدل.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزېف ډنفورډ له خپل روسي سیال جنرال والري ګراسیموف سره کتلي دي.

د روسیې د دفاع وزارت تر دغې لیدنې وروسته وویل چې دواړو جنرالانو د خپلو هېوادونو تر منځ د اختلافاتو د هواري پر لارو چارو بحث کړی دی او دواړو لورو د اړیکو پر دوام موافقه کړې ده.

د روسیې ولسمشر تر دې لیدنو وړاندې ویلي و چې د روسیې او امریکا استخباراتي ادارو ترمنځ د اړیکو بیا رغول به د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې اغېزمن تمام شي.

XS
SM
MD
LG