د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

چارواکي: جوزجان او سرپل کې د داعش فعالیتونه پراخ شوي


په داسې حال کې چې د هېواد په شمال کې د سره صلیب د شپږو کارکوونکو د وژنې په اړه تحقیقات لاهم روان دي، د جوزجان او سرپل چارواکي وايي، یوازې د داعش ډلې شاوخوا ۲۰۰ وسله‎وال چې بهرني تروریستان روزنه ورکوي د دې ولایتونو په سیمو کې فعال دي.

د جوزجان والي وايي، دا کسان په قوشتیپې او درزاب ولسوالیو کې د ۳۵ کورنیو له‎خوا چې پاکستاني، ازبکستاني او چیچنیايي جنګیالي په‎کې دي روزل کېږي.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دې وسله‎والو د سیمې خلک خورا اندیښمن کړي او زیاته یې کړه د دوی د فعالیتونو مخه باید د پوځي عملیاتو له لارې ونیول شي.

مولوي عزیزي خبرداری ورکړ چې که دا وسله‎وال اوس ونه ځپل شي نو په را روان پسرلي کې به د دوی د ورانکارو فعالیتونو مخنیوی ګران کار وي.

په همدې حال کې دفاع وزارت نېږدې راتلونکي کې شمال کې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي او وايي چې د دې عملیاتو پر پلان کار روان دی.

د دفاع وزارت د تفتیش رئیس جنرال سردار محمد ابوالفضل چې د سره صلیب پر کارکوونکو د برید د پیښې په اړه د څیړنې په مقصد جوزجان ولایت ته تللی وايي چې د شفق په نوم د عملیاتو په نتیجه کې به ورانکارې ډلې وځپل شي.

په همدې حال کې د سرپل چارواکي په صیاد ولسوالۍ کې د داعش ډلې په لیکو کې د هغو ازبکستاني وسله والو د راټولېدو خبر ورکوي چې مشر یې د دوی په وینا د وژل شوي تروریست طاهر یولداش زوی دی.

له دې مخکې هم چارواکو ازادي راډیو ته په دې سیمه کې د یولداش د فعالیتونو خبر ورکړی و، خو جزئیات یې نه و څرګند.

د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې د ظاهر یولداش ډله ښه امکانات لري:

"د طاهر یولداش د زوی ظاهر یولداش په مشرۍ یو شمېر کورنۍ چې بهرنيان دي له پرمختللو تجهیزاتو او مالي امکاناتو سره د شاه توت په ګډون د صیاد ولسوالۍ ځینو سیمو کې ځای پرځای شوي دي او سیمه کې د داعش ډلې لپاره د کسانو د استخدام هڅه کوي."

د هېواد په شمال کې د ظاهر یولداش د فعالیت په اړه د چارواکو ادعا تر اوسه خپلواکو سرچینو نه ده تائید کړې، خو د سرپل د والي ویاند زیاتوي چې په دې ولایت کې د وسله‎والو طالبانو ځینې قوماندان لیوالتیا لري چې د داعش ډلې پر لیکو ورګډ شي.

XS
SM
MD
LG