د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

ملانظر: که د امو سیند د طغیانو مخه ډب نشي کلداره له جغرافیې پاکېږي


د بلخ ولایت د کلدارې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د آمو سیند تخریباتو له امله د دوی د استوګنې ځایونه ړنګ شوي او اوس مهال سرپناه نه‎لري.

د کلدارې ولسوالۍ یو اوسېدونکي ملا نظر ازادي راډیو ته وویل چې هر کال د آمو سیند د طغیان له امله د دوی په لسګونه جریبه ځمکه تخریبېږي او د زراعتي ځمکو ترڅنګ د خلکو استوګنو ته هم صدمه رسېږي.

نوموړی وايي، که یادې ستونزې ته حکومت پام ونه‎کړي، ډېر ژر به د کلدارې ولسوالۍ د بلخ د جغرافیا څخه پاکه شي.

هغه وویل:

"د اوبو طغیان خلک له ستونزو سره مخ کړي، د اوبو طغیان سبب شوی چې د خلکو زارعتي ځمکې او کورونه ویجاړ شي. حکومت باید د خلکو ستونزې حل کړي."

عبدالرحیم د کلدارې ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی چې ورته ستونزه لري چې پوزې ته یې راوستی و او نوموړي یې له یادې ولسوالۍ کډې ته اړ ایستی.

د کلدارې ولسوالۍ اوسېدونکو په خبره که دولت د آمو سیند د سواحلو تحکیماتو کار ترسره نه کړي، دوی به د سیند د اوبو د طغیان له امله له ډېرو سختو شرایطو سره مخ شي.

ښاغلي عبدالرحیم یې په اړه وویل:

"د آمو سیند ډېرې ویجاړۍ رامنځته کړي او اوس هم یو شمېر خلک په ستونزو کې دي. په حمل او ثور میاشتو کې د اوبو طغیان ډېرېږي او که دولت یادې مسئلې ته بې پامه وي، موږ به له نورو ستونزو سره هم مخ شو."

په همدې حال کې بلخ ولایت کې دولتي چارواکي وايي چې د آمو سیند تحکیمات لویې پانګې ته اړتیا لري او دوی دومره بودیجه نه‎لري څو د آمو سیند سواحل تحکیم کړي.

د بلخ مقام ویاند منیر فرهاد وايي چې دوی د آمو سیند د تحکیماتو په خاطر په کراتو مرکزي دولت ته وړاندېزونه استولي دي، خو تر دې دمه د برېښنا او انرژۍ وزارت ورته ځواب نه‎دی رالېږلی او دوی هم د مرکزي دولت د اقداماتو په تمه دي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG