کندهار کې سوداګرو د برېښنا نشتوالي غبرګون کې مظاهره وکړه
د کندهار سوداګرو او صنعتکارانو نن په دغه ولایت کې د برېښنا د ستونزې په عکسالعمل کې مظاهره وکړه. دوی ویل تر هغو چې د برېښنا ستونزه نهوي حل شوې خپلې ټولې ۲۰۰ فابریکې به تړلې وساتي. مظاهره کوونکي چې د فابریکو مسؤلین او کارکوونکي و د برېښنا د غوښتنې شعارونهيې ورکول. محمدصادق رښتینی دا ویډيويی راپور برابر کړی