د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

ټایمز: امریکا د افغانستان په اړه د مسکو غونډې سره لېوالتیا نه‎ ښیې


د بریتانیا چاپ ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍګڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې امریکا د افغانستان د سولې په اړه د مسکو له غونډې سره لېوالتیا نه‎ ښیې.

ورځپاڼه لیکي:

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وروستي سرتېري د وتلو شاوخوا درې لسیزې وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي په افغانستان کې د کریملین نفوذ بیا راژوندی کړي.

مسکو د چهارشنبه په ورځ د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډي کوربه وو چې په هغه کې ایران، پاکستان، چین، هندوستان او افغانستان وربلل شوي وه.

سره له‎دې چې امریکا په افغانستان کې زرګونه سرتېري لري، خو دغې غونډې ته نه وو وربلل شوی.

دغه راز په یوه بله غونډه کې چې د مسکو له لوري په ډیسمبر میاشت کې ترسره شوې وه، په هغه کې افغانستان کې ګډون نه درلود او دې کار د افغانستان چارواکي په غُصه کړل.

د ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، روسیې وړاندې ویلي و چې له طالبانو سره یې محدودې سیاسي اړیکې ټینګې کړي او هدف یې دا دی چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم تائید کړی و چې له طالبانو سره یې محدودې اړیکې نیولې دي.

بل‎خوا امریکایي چارواکي وایي، روسیه او ایران له طالبانو سره پوځي او مالي مرسته کوي.

ډیپلوماټ:

ډیپلوماټ خپرونې په خپله وروستۍګڼه کې هغو دلایلو ته اشاره کوي چې پر اساس یې روسیه غواړي په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې ولري.

د خپرونې په لیکنه د روسیې او طالبانو اړیکې پخوانیو کلونو ته ورګرځي.

ډیپلوماټ لیکي:

په ۱۹۹۵ میلادي کال کې یوه روسي الوتکه په کندهار کې کیناستله.

ضمیر کابلوف هماغه وخت کندهار ته ولاړ، د طالبانو له مشر سره یې وکتل او د دغې الوتکې د خوشې کېدو زمینه یې برابره کړه.

د ډیپلوماټ په لیکنه کې راغلي چې څلور عمده دلایل شته چې ښیې ولې روسیه له طالبانو سره اړیکې غواړي.

لومړی دا چې له طالبانو سره د روسیې اړیکې لویدیځ ته ښیې چې د افغانستان په اړه معاملو کې او د دغه هېواد په اړه په نړیوالو اجنډاوو کې د روسیې ګټې له پامه ونه غورځوي.

دوهم د طالبانو په ملاتړ سره د روسیې پالیسې جوړونکي غواړي په سیمه کې د ناټو د ګټو پر لارې خنډونه لا ډېر کړي، ځکه د لیکوال په خبره مسکو هم له منځنۍ اسیا ورهاخوا د نفوذ د ډېرېدو هڅه کوي او په دې ډول روسیه غواړي د خپل نفوذ سیمه افغانستان او پاکستان ته وغځوي.

درېیم، روسیې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ګواښ ښه درک کړی او د طالبانو څخه د ملاتړ په ډېرېدو غواړي د دې ډلې د غځېدو مخه ونیسي.

په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال کې چې د پخواني شوروي له څو جمهوریتونو سره ګډه پوله لري.

خپرونه څلورم دلیل د نشه‎یي موادو موضوع یادوي چې د روسیې لپاره یې ډېرې ستونزې جوړې کړي دي.

افغانستان د ټولې نړۍ د ۹۰ فیصده تاریاکو تولیدوونکی هېواد بلل شوی او ډېری تریاک له هغو سیمو ترلاسه کېږي چې د طالبانو په کنټرول کې دي. ډیری دغه مواد روسیې ته لېږل کېږي او زرګونه کسان هلته پرې معتاد شوي دي.

XS
SM
MD
LG