د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د مسکو غونډه: نورو غونډو کې دې د منځنۍ اسیا استازي هم برخه واخلي


په مسکو کې د افغانستان پر روان وضعیت او له طالبانو سره د سولې په اړه غونډه کې د شپږ هېوادونو استازو پرېکړه وکړه چې په نورو ورته غونډو کې دې د منځنۍ اسیا هېوادونو استازي هم برخه واخلي.

په دې غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ د روسیې په مرکز کې ترسره شوه، د کوربه هېواد تر څنګ د پاکستان، چین، ایران او هند استازو په‎کې ګډون کړی وو.

د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ او پالېسۍ رئیس محمد اشرف حیدري په‎کې برخه لرله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس فرامرز تمنا ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې اجماع د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره زموږ د بهرنۍ تګ‎لارې یوه اساسي برخه ده او د همدې لپاره په راتلونکې ورته غونډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو د ګډون هرکلی کوو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس فرامرز تمنا
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس فرامرز تمنا

ښاغلی تمنا وايي:

"منځنۍ اسیا د افغانستان په څېر له افراطي او بنسټ‌پاله ډلو سره لاس او ګرېوان ده، په ځانګړې توګه دغه درې هېوادونه چې زموږ په ګاونډ کې دي، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان. نو لومړي هېوادونه چې د افغانستان له بې‌ثباتۍ اغېزمن کېږي دغه درې هېوادونه به وي. د دغو هېوادونو ګډون د افغانستان د سولې بهیر کې او د دوی برخه اخېستل په غونډو کې د افغانستان په ګټه دي."

د مسکو په شپږ اړخیزه غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا هم پر دې ټینګار وشو چې د دې غونډې لمن پراخه شي څو د سیمې د هېوادونو په کچه په افغانستان کې د ثبات د راوستو لپاره ګډې هڅې وشي.

د سیاسي چارو کتونکی مجیب لمر ازادي راډیو ته وویل چې د مسکو پرونۍ غونډه په ابتدایي کچه وه او کېدای شي چې ورته بله غونډه اغېزمنه وي.

ښاغلي لمر زیاته کړه:

"روسیې د یوه سیمه‌ییز قدرت په توګه میدان ته رادانګلي او غواړي چې دغه هېوادونه سره کېنوي او په‎کې خپلې ګټې خوندي کړي. دغه هېوادونه‌یې اوس د سیمه‌ییزو قدرتونو په توګه رامخته کړي دي، څرګنده ده چې د دغو قدرتونو په سر کې خپله روسیه ده، دوی غواړي یوې نتیجې ته ورسېږي. زه فکر کوم چې دا خبرې اوس په ابتدایي کچه دي، ځکه چې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو او تر هغو په راټیټه سطحه استازي ورته رابلل شوي دي."

تر دې مخکې د ډسمبر په میاشت کې په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان استازو د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه چې کابل پرې اعتراض وکړ او ویې‌ویل چې د هغو غونډو پرېکړې ورته د منلو نه‎دي چې د افغانستان د دولت استازي په‎کې نه‎وي.

XS
SM
MD
LG