د کندهار سوداګرو او صنعتکارانو نن په دغه ولایت کې د برېښنا د ستونزې په عکسالعمل کې مظاهره وکړه.
دوی ویل تر هغو چې د برېښنا ستونزه نهوي حل شوې خپلې ټولې ۲۰۰ فابریکې به تړلې وساتي.
مظاهره کوونکي چې د فابریکو مسؤلین او کارکوونکي و د برېښنا د غوښتنې شعارونهيې ورکول.
یاد مظاهرهچیان وايي چې د برېښنا د نشت له امله ورته درانه مالي زيانونه اوښتي او ګڼو صنعتکارانو خپلې پانګې د هېواده بهر انتقال کړي دي.
حاجي محمد د هغه سوداګرو له جملې څخه دی چې د برېښنا د نشتوالي له امله اوس د غوړو او جوسو د تولید خپلې دوه فابریکې له کندهاره هرات ته انتقالوي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا زما دوه فابريکې دي یوه د غوړو او بله د جوس جوړلو زهيې هرات ته وړم په کندهار کې ټوله سوداګر د برق د ستونزې په خاطر خپلې فابریکې نورو ولایتونو ته وړي."
د کندهار د صنعتکارانو ټولنې مرستیال روحالله حبیب وايي، څو کاله مخکې د کندهار په صنعتي پارک کې تر پنځه سوه زياتې فابريکې فعاله وې او زرګونه کسان پهکې په کار بوخت و خو د برېښنا د نشتوالي له امله د دغو فابریکو شمېر اوس دوه سوو ته رسېدلی دی.
صنعتکاران وايي، تر هغو به سولهییزو مظاهرو ته ادامه ورکړي تر څو چې د برېښنا ستونزهيې حل کېږي.
دوی د ملي يووالي حکومت پر مشرانو له دې امله نیوکه کوله چې د کندهار د برېښنا په جوړولو او صنعتکارانو ته د امکاناتو په برابرولو کې پاتې راغلي.
راپور: محمد صادق رښتینی