د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د نورستان والي: د یوې ښځې او سړي وژونکي پېژندل شوي


د نورستان والي وايي، په دغه ولايت کې د يوې ښځې او سړي وژونکي پېژندل شوي او د پوليسو تر څار لاندې دي.

د نورستان والي وايي، کله چې د واما ولسوالۍ مسئولین او يو شمېر قومي مشران د ۱۸ کلنې فاتحې او ۲۱ کلن هدايت‌الله د قضيې په اړه په خبرو بوخت وو، لوی شمېر کسانو د دې ولسوالۍ پر ودانۍ حمله وکړه.

حافظ عبدالقيوم د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې تصور نه‌کېده چې دا کسان به فاتحه او هدايت له ځانه سره بوځي او مړه به‌يې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه وخت د پوليسو او خلکو انډول برابر نه‌وو، پولیس ډېر کم وو هلته او شااوخوا پنځه سوه کسان هلته ورغلي دي چې د هغوی په منځ کې ځينو وسلې درلودې، هغوی ورننوتي دي او له ولسوالۍ څخه‌يې دا نجلۍ او هلک دواړه را ايستلي دي او د سرپل کلي خوا ته‌يې انتقال کړي دي، نجلۍ يې پر لاره ويشتلې ده او هلک‌يې په سرپل کلي کې ويشتلی دی."

د حافظ عبدالقيوم په وينا، په هغو کسانو کې چې د ولسوالۍ پر ودانۍ يې حمله کړې وه، هم د فاتحې او هم د دې د مېړه د کورنۍ غړي شامل وو.

د فاتحې په نوم دغه نجلۍ چې په زوره يوه سړي ته واده شوې وه خو غوښتل‌يې د هدايت‌الله په نوم له يوه سړي سره ولاړه شي، په لاره کې د ولسوالۍ د پولیسو له‌خوا ونیول شوه او کله چې د دې خپلوان خبر شول، دا او د هدایت‌الله په نوم هغه سړی چې له دې سره تښتېد، په زور راوايستل او ويې‌ووژل.

د نورستان واما کې نجلۍ او هلک له کوره د تېښتې په تور وژل شوي

​په نورستان کې د ښځو چارو رئيسې زاهده فيضان د پېښې په اړه ازادي راډيو ته داسې وويل:

"پوليسو نجلۍ او هلک راګېر کړي دي، ولسوالۍ ته‌يې راوړي دي او سهار ولسي مشران او علما ټول ورغلي دي، کله چې دوی کمېسيون جوړوي چې واک‌يې باید مشرانو ته ورکړل شي، د دوی پرېکړه لا نه‌وه شوې چې د نجلۍ خپلوان او د مېړه کورنۍ يې ورغلي دي او نجلۍ يې د ولسوالۍ په څنګ کې وژلې ده."

داسي قضيې ډېرې تر سترګو شوي چې په‌کې د ښځې نارینه خپلوان ځان ته د هغې د وژلو حق ورکوي.

فعالان: نورستان کې د یوې جوړې علني وژنه کې چارواکي ګرم دي

دیني عالمان په دې باور دي چې په هېڅ صورت کې هېڅ انسان د بل انسان د قتل حق نه‌لري ان که يوه په زوره واده شوې ښځه له خپله کوره تښتي.

ديني عالم او په ننګرهار کې د حج او اوقافو رئیس، مولوی عبدالظاهر حقاني ازادي راډیو ته وويل چې اسلام سړي او ښځې ته برابر حقونه ورکړي دي او د اسلام په دين کې هېڅ‌څوک پر بل چا په خپل سر حکم نه‌شي کولای.

نوموړي زیاته کړه:

"که يوه ښځه په زور او جبر باندې په نکاح شي، نو هغه حق لري چې په محکمه کې خپل حق وغواړي ځکه د زور نکاح نه صحيح کېږي او د خپلې نکاح د فسخې غوښتنه کولای شي، د ازدواج حق د نجلۍ لپاره ثابت دی چې له هغه چا سره واده کولای شي چې خوښ‌يې وي، نه خاوند ته دا جايز دي چې خپله ښځه ووژني، په هېڅ صورت کې د ده لپاره وژل جايز نه‌دي، که ښځه د خاوند له لاسه وژل کېږي، دا ناجايزه عمل دی."

مولوي حقاني زیاتوي چې داسي اعمال په اسلام کې ځای نه‌لري او ټول علما په ګډه داسې وژنې غندي.

په افغانستان کې په ګڼ شمېر سیمو کې داسې کېږي چې پلورنه يا نارينه خپلوان ښځې د هغوی له پوښتنې يا خوښې پرته ورکوي او ودوي.

په ځينو مواردو کې داسې کېږي چې چارواکي د نجونو د کورنيو پله نيسي او په ځیني مواردو کې هغه نجونې د ناموسي وژنو قرباني کېږي چې له واده انکار وکړي.

XS
SM
MD
LG