د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې ګډون کوي


تمه ده اروپا ته د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس سفر د لاسته راوړنو سره وي.

که له یوې خوا ټاکل شوې ده متېس د ناټو په اړه د امریکا د ژمنتیا په اړه څه ووایي، داسې هیلې هم شته چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د پوځي عملیاتو د لګښتونو په برخه کې د امریکا د مالي مرستې د رول او نورو مرستو ژمنې خوندي کړي.

متېس به نن په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

په امریکا کې د نوې ادارې د کار له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د امریکا دفاع وزیر د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي.

د دغې غونډې تر پیلېدو یوه ورځ وړاندې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پر هېوادونو غږ وکړ چې امریکا وهڅوي په دفاعي لګښتونو کې د ډېرې برخې اخیستلو ژمنې پوره کړي.

د روسیې له شااوخوا درېیو کلونو جنجالي اقداماتو وروسته د ناټو متحدین غواړي د دغه ائتلاف له ۲۸ غړو هېوادونو سره د امریکا د نوې ادارې د همکارۍ د ژمنو ترسره کولو ډاډ تر لاسه کړي.

دا کار وروسته له هغه کېږي چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د ناټو ائتلاف منسوخ وباله او ګواښ‌یې وکړ چې تر هغو به امریکا له دوی سره همکاري ونه‌کړي چې د ناټو غړي په دفاعي لګښتونو کې خپله ونډه ډېره نه‌کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ ویلي له ولسمشر ټرمپ سره‌یې په ټلیفوني خبرو کې په عمده توګه د دفاعي چارو پر لګښتونو خبرې کړې دي.

جېمز متېس دغه‌راز د ناټو د اهمیت په اړه خپلې پخوانۍ څرګندونې بیا تکرار کړې او د ناټو غونډې ته پر لاره‌یې خبریالانو ته په خبرو کې دا په تاریخ کې تر ټولو بریالی پوځي ائتلاف وباله، خو ټینګار یې وکړ چې د ناټو متحدین باید په پوځي لګښتونو کې د خپلې ونډې د ډېرېدو په اړه بحث وکړي.

جېمز متېس.
جېمز متېس.

د اسیا تر سفر وروسته چې جېمز متېس خپلو اسیایي متحدینو ته د امریکا د همکارۍ د دوام ژمنه ورکړه، نوموړی پر بروکسل سربېره روانه اوونۍ د ورته هدف لپاره د جرمني مونشن ته هم سفر کوي او هلته به د ناټو په اړه د ولسمشر ټرمپ د هغو دریځونو په اړه خبرې وکړي چې د ولسمشر په توګه‌یې د دندې تر پیل دمخه او وروسته درلودل.

جرمني مقامات وایي، هېوادونه له متېس څخه غواړي چې د پولنډ او بالتیک د نورو هېوادونو د ځواکونو د پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې د امریکا همکاري دوام وکړي، ځکه د دوی په وینا دغه هېوادونه له روسیې څخه خطر احساسوي.

متېس تېره میاشت د امریکا د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې ویلي وو چې غواړي امریکا له ناټو سره د امکان تر حده قوي اړیکي ولري.

په داسې څرګندونو سره متېس د ولسمشر ټرمپ له هغو انتقادونو څخه ځان ګوښه کړ چې د ناټو پر پوځي ائتلاف‌یې کړي او ګواښ‌یې کړی وو چې امریکا به د هغو متحدینو سره همکاري ونه‌کړي چې خپل مالي مکلفیتونه‌یې نه‌دي پوره کړي.

له دې سره سره دفاع وزیر متېس د ولسمشر ټرمپ سره په دې برخه کې همنظره دی چې د ناټو غړي هېوادونه باید د دفاعي لګښتونو ملکلفیت پوره کړي.

امریکا دغه‌راز غواړي په افغانستان کې هم د ناټو ژمنې ډېرې شي چېرې چې له څه باندې پنځلسو کلونو راهیسې حکومتي ځواکونه د نړیوالو په ملاتړ د وسله‌والو طالبانو او نورو ډلو په وړاندې جنګېږي.

د امریکا د دفاع وزیر په دې سفرونو کې پر دې هم بحث کېږي چې څه ډول په سوریې او عراق کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف کمپاین لا چټک شي.

XS
SM
MD
LG