د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د ټرمپ ډیپلوماسي به د افغانستان ثبات نه د مسکو د ملاتړ لامل شي؟


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ان له انتخاباتو مخکې هم د خپل روسي سیال ستاینه کړې او د ترورېزم ضد مبارزه کې یې د واشنګټن او مسکو د نېږدې همکارۍ ملاتړ کړی دی.

اوس چې روسیه د افغانستان په چارو کې نسبت پخوا ته ډېره فعاله شوې پوښتنه دا ده چې ایا واشنګټن به په دې بریالۍ شي چې د افغانستان د ارامي لپاره د مسکو همکاري ترلاسه کړي؟

سر له دې چې د بې‌اعتمادي څپه خوره ده خو ځیني افغان کارپوهان د روسیې په هکله د ډونالد ټرمپ نرمه تګ‎لاره کې د افغانستان په اړه د همکاري یو فرصت ویني.

افغان او امریکايي چارواکو په وروستیو میاشتو کې مسکو د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.

سره له ‎دې چې د امریکا جمهور رئیس په ځینو سیمه‌ییزو او نړیوالو ځواکونو د امریکا ګټو ته د تاوان رسولو له امله زغرده انتقادونه کړي دي، خو تر اوسه‌یې د روسیې په هکله انتقاد څخه ډډه کړې او د اسلام‌پالو ترورېستي ډلو خلاف جنګ کې یې د دواړو هېوادونو د همکاري لپاره تیاری ښودلی دی.

د کابل د یوه پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه علي امیري د مسکو او واشنګټن تر منځ د همکارۍ فرصت ویني.

نوموړی وايي:

"که ټرمپ په خپلو انتخاباتي شعارونو کې رښتینی وي امکان لري چې د افغانستان په هکله روسانو سره د تماس یوه مشترکه نقطه پیدا کړي، په مجموع کې د منځنۍ اسیا د امنیتي ترتیباتو او په ځانګړي توګه د افغانستان په هکله د روسیې او امریکا د همکاري زمینه لیدل کېږي."

خو د افغانستان د ولسي جرګې غړی نذیر احمد احمدزی د افغانستان په هکله د امریکا او روسیې د همکارۍ فرصت کم ویني.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

نوموړی وايي:

"زه فکر کوم چې ټرمپ به په دې بریالی نه‎شي چې پوتین ته د همکارۍ قناعت ورکړي. ځکه چې مسکو په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو او د کابل او واشنګټن د امنیتي تړون مخالف دی. روسان غواړي چې څنګه کولای شي په افغانستان کې امریکایانو ته ستونزې راولاړې کړي. نو په دې اساس په دې برخه کې په ځای د دې چې ټرمپ خپل سر پوتین ته ټیټ کړي، ښه به دا وي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو سره مخامخ مرسته وکړي څو موږ وکولای شو چې هم خپل سرحدات وساتو او هم په افغانستان کې د بهرنيانو د لاسوهنې خصوصاً د روسیې مخنیوی وکړو."

مسکو د افغانستان او امریکا د امنیتي او دفاعي ستراتیژیک تړون زغرده مخالفت کړی دی.

په افغانستان کې د پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې د افغانستان او امریکا په ستراتیژیکې همکاري انتقاد وکړ.

ضمیر کابلوف.
ضمیر کابلوف.

کابلوف په تېر ډسمبر میاشت کې د ترکیې اناتولي خبري اژانس سره مرکه کې دا پوښتنه وکړه چې امریکا ولې په افغانستان کې اډې غواړي؟ هغه وویل چې امریکا په ترکیه کې یوه اډه لري خو په افغانستان کې د نهو لویو اډو او تقریباً ۱۰ نورو مراکزو څخه د استفادې حق لري، ولې؟

بل‎خوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان تېره اوونۍ وویل چې روسیه په افغانستان کې طالبانو ته مشروعیت ورکوي.

جنرال نېکلسن د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته په وینا کې په افغانستان کې د یو شمېر هېوادونو او خصوصاً د روسیې د لاسوهنې په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

جنرال جان نېکلسن.
جنرال جان نېکلسن.

نوموړی وايي:

"زه د مشخصو بهرنیو لوبغاړو او په ځانګړي توګه د پاکستان، روسیې او ایران د لاسوهنو په هکله اندېښنه لرم چې طالبانو ته مشروعیت او د هغوی ملاتړ ته دوام ورکوي او د افغانستان حکومت هغه زیارونه چې د یوه با ثبات افغانستان لپاره‌یې ترسره کوي کمزوري کوي."

جنرال نېکلسن وویل چې د افغانستان وضعیت یوې بندې لارې ته رسېدلی دی او په ټپه ولاړ دی خو موازنه د حکومت په ګټه ده.

مسکو اوس هلې ځلې کوي چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره یوه روسي نسخه جوړه کړي.

د روسیې چارواکي نن په مسکو کې د افغانستان، ایران، پاکستان، چین او هند استازو سره خبرې کوي.

تر غونډې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره اوونۍ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني سره په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې طالبان باید رغندو خبرو اترو کې شامل کړای شي.

محمد شفیق همدم، د ناټو پخوانی مشاور چې په واشنګټن کې اوسي ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د روسیې مرسته او ملاتړ د سیمې د ارامي په ګټه نه‎دي.

شفیق همدم.
شفیق همدم.

ښاغلي همدم زیاته کړه:

"د ډونالد ترمپ حکومت به ډېر ژر په افغانستان او نړۍ کې د روسیې د حرکتونو د مهارولو په اهمیت پوه شي. په افغانستان کې د روسیې د لاسوهنو مخنیوی سخت کار ځکه نه‎دی چې مسکو د بنسټپالو طالبانو د ملاتړ غلط سیاست ته چې نړیوال ترورېزم سره مخامخ اړیکې لري لاس اچولی دی."

بل‎خوا سیاسي کارپوه احمد ادریس رحماني چې هغه هم په امریکا کې اوسي ازادي راډیو ته وویل چې اوس‎مهال ټول په دې تمه دي چې د امریکا او روسیې د مشرانو ټرمپ او پوتین لومړۍ غونډې څخه څه راووځي.

ښاغلی رحماني وايي چې واشنګټن او مسکو د اسیا او منځني ختیځ د لانجو په ارتباط د همکاري په لټه کې دي که سره جوړ شول نو ښه ده او که نه نو کېدای شي د افغانستان وضعیت لاستونزمن شي.

XS
SM
MD
LG