د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

کانګرس د پوتین او ټرمپ د مرستیالانو ټیلیفوني تماسونه څېړي


د امریکا کانګرس مشرانو ويلي، وروسته له هغه چې ډونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه دنده پيل کړه، د روسيې او ټرمپ د مرستيالانو تر منځ د زياتو شويو تماسونو اړوند راپورته شويو پوښتنو په اړه به پلټنې وکړي.

د سنا د اکثريت مشر مېچ مکونېل پرون تمه څرګنده کړه چې د سنا استخباراتي کمېټه به سپينې ماڼۍ ته د ملي امنيت له سلاکار مايکل فلين څخه پوښتنې وکړي.

فلين د دوشنبې په ورځ له دې کبله له دندې استعفا ورکړه چې امریکا ته د روسيې له سفير سره‌يې د ولسمشرۍ تر لوړې مخکې پټې خبرې کړې وې.

مايکل فلين.
مايکل فلين.

د کانګرس له‌خوا د پلټنو غوښتنه په داسې حال کې ده چې امریکايي رسنيو راپور ورکړ چې د ټرمپ کارکوونکو د امريکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د روسيې د لوړپوړو استخباراتي چارواکو سره ډېر ځلې تماس نیولی وو.

په همدې حال کې سپينې ماڼۍ څرګنده کړه چې ټرمپ له اوونيو راهيسې خبر وو چې د ده له دندې ګوښه شوی امنيتي سلاکار فلين سپينې ماڼۍ ته له روسيې سره د خپلو تماسونو په اړه رښتيا نه‌و ويلي.

فلين د دغو راپورونو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه.

ده تېره اوونۍ وويل چې د روسیې له سفير سرګي کيسلياک سره‌يې پر روسيه د بنديزونو په اړه خبرې کړې وې.

واشنګټن کې د روسیې سفیر.
واشنګټن کې د روسیې سفیر.

د فلين دا خبره د ده او مرستيال ولسمشر مايک پنس د مخکنۍ خبرې خلاف وه چې دوی علني ويلي وو دا خبرې د بنديزونو په اړه نه‌وې.

فلين ډېلي کالر وېب‌پاڼې ته د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې له کيسلياک سره‌يې د خبرو پر مهال له هېڅ قوانينو سرغړونه نه‌ده کړې.

ده وويل چې دوی د هغو پنځه دېرشو روسي ډیپلوماتانو په اړه خبرې وکړې چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې له‌خوا د ډسمبر په ۲۹مه ايستل شوي وو.

دا د هغو بنديزونو برخه وه چې د اوباما ادارې په امریکايي انتخاباتو کې د لاسوهنې او امریکايي ډیپلوماتانو د تهديدولو د تور په خاطر پر روسيې لګولي وو.

خو روېټرز خبري اژانس راپور ورکړ چې د ټیليفوني خبرو ليکل شوې ثبتي بڼه ښيي چې فلين، کيسلياک ته وويل چې که روسیه د اوباما بنديزونو ته د پخوا غوندې عکس‌العمل ونه‌ښيي، دا به د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د روسیې او امریکا د اړيکو سمولو لپاره لاره هواره کړي.

وروسته له هغه چې امریکايي بنديزونه اعلان شول، د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتین وويل چې دی به امریکا ته ورته ځواب ورنه‌کړي او پر ځای یې په مسکو کې امریکايي ډیپلوماتانو ته بلنه ورکړه چې په کرمېلن کې د کرسمس په مراسمو کې ګډون وکړي.

د روسيې او ټرمپ د ادارې تر منځ زیاتو شويو تماسونو د امریکا د کانګرس غړي اړ ايستل چې نه‌يوازې د فلين د فعاليتونو بلکې له روسیې سره د سپينې ماڼۍ د عمومي اړیکو په اړه د پلټنو غوښتنه وکړي.

په دوی کې ځيني مخکښ جمهوري غوښتونکي هم شامل دي.

د استازو جرګې د استخباراتي کمېټې مخکښ ډموکرات غړي ادم شيف ويلي چې ټرمپ د فلين پر ضد ځکه اقدام وکړ چې ورته د رسنیو پام واوښت.

XS
SM
MD
LG