د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

مسکو د افغانستان په اړه د ۶ هېوادونو د استازو د غونډې کوربه دی


د ډسمبر د ۲۷مې نېټې د غونډې برخلاف دا ځل د افغانستان په اړه د مسکو په خبرو اترو کې افغانستان هم برخه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل، د دې وزارت د پالېسۍ او ستراتیژۍ رئیس د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

نوموړی وايي:

"هغه غونډه کې چې مسکو کې جوړېږي د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت د پالېسۍ او ستراتیژۍ رئیس ګډون کوي. د نورو هېوادونو نمایندګي هم په دې غونډه کې د ځانګړو استازو په سطحه، د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو رئیسان او امکان لري د ځینو هېوادونو څخه د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالانو په سطحه ګډون وکړي."

د مسکو غونډې ته د افغانستان، پاکستان، هندوستان، چین، ایران او روسیې استازي وربلل شوي.

د ایترټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې په استازیتوب به په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د مسکو ځانګړی استازی ضمیرکابلوف او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور مورګلوف ګډون وکړي.

د دې غونډې موضوع د افغانستان پر روان وضعیت په ځانګړي توګه له وسله‎والو طالبانو سره د سولې پر هڅو خبرې اترې ښودل شوي دي.

همدا موضوع د ډسمبر په ۲۷مه نېټه هم په مسکو کې د یوې غونډې په ترڅ کې بحث شوې وه، خو په هغې غونډه کې یوازې د روسیې، پاکستان او چین استازو ګډون درلود.

افغانستان هغه مهال له دې کبله چې دې غونډې ته نه‌و، وربلل شوی اعتراض وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل، همدا اعتراض د دې لامل شو چې دا ځل دې غونډې ته د افغانستان استازی وربلل شوی دی.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"دا غونډه د وضعیت د اروزنې په اړه ده. د افغانانو په غیاب کې دوی نه‎شي کولای چې سمه ارزونه وکړې او د دې پرځای چې سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي کېدای شي داسې غونډې د سیمې لپاره خطرناکې واوسي. همدا د افغانستان د اسلامي جمهوریت اعتراض د دې سبب شو چې پرېکړه وشوه، نورې داسې غونډې به د افغانستان له ګډون پرته نه‌جوړېږي."

مسکو تر دې مخکې په افغانستان کې د داعش د وسله‎والې ډلې پر پراختیا اندېښنه ښودلې.

ځینو روسي چارواکو تائید کړې چې د داعش د وسله‎والې ډلې د ماتولو لپاره‌یې له طالبانو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړې.

دې موضوع هم د کابل تند انتقاد راپورته کړ.

افغانستان له روسیې وغوښتل د داعش سره د مبارزې لپاره بهتره ده له افغان حکومت سره مرسته وکړي نه له طالبانو سره.

د امریکا متحده ایالات چې د افغانستان لوی لوېدیځ متحد دی د مسکو غونډې ته‌یې استازی نه‎دی بلل شوی.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت امریکايي قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي و، په افغانستان کې د روسیې پراخېدونکی رول او پر مخالفو وسله‎والو یې زیاتېدونکي اغېز د یوه باثباته هېواد په رامنځته کولو کې د افغان دولت هڅې ستونزمنوي.

دا چې د نن ورځې په غونډه کې به له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې پر اړیکو خبرې وشي او کنه تر اوسه روښانه نه‎ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي رادیو ته وویل، د مسکو د غونډې د احتمالي لاس ته راوړونو لپاره باید د غونډې تر پای انتظار وکړو.

XS
SM
MD
LG