د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

د جګړې او سولې انسټیټیوټ: ننګرهار کې یوازې یوه وکیله کار کوي


په ننګرهار کې یوازې یوه ښځینه وکیله کار کوي، د جګړې او سولې انسټیټیوټ خپرونې تر دې سرلیک لاندې دغې ستونزې ته پام اړولی او لیکي:

که څه هم په سلګونو ښځې په ننګرهار کې د حقوقو له پوهنځي فارغې شوي خو یوازې یوه یې په دې بریالۍ شوې چې په دې ولایت کې د ځان لپاره کار پیدا کړي.

شکېبا دانش د ننګرهار د څارنوالۍ په دفتر کې کار کوي خو بست نه لري، په دې معنی چې هغه د پکتیا په سیمه ییزه اداره کې په کار ګمارل شوې ځکه د ننګرهار په اداره کې هغه پوست چې باید یوه ښځه ېې ډک کړي له مخکې یوه سړي اشغال کړی دی.

دانش د جګړې او سولې انسټیټیوټ خبریال ته ویلي چې دلته د ښځو لپاره نور کارونه نشته او د لوی څارنوالۍ دفتر ته پکار ده چې ښځینه وکیلانې په کارونو وګماري.

د حقوقو له پوهنځي نورو فارغو شویو ښځو هم د جګړې او سولې انسټیټیوټ ته ورته شکایتونه کړی چې د حقوقو برخه کې د څلورو کالو لوړو زده کړو سره سره دې ته اړ شوي چې په کور کښیني، یا د ښوونکو اویا هم د خلکو په کورونو کې د خدموپه توګه د ځان لپاره کارونه پیدا کړي.

وحیده د ننګرهار د حقوقو له پوهنځي یوه بله فارغه شوې حقوق پوه ده چې وایي، زموږ لپاره بیخي ناممکنه ده چې د ننګرهار د عدلي چارو په ریاست کې کارونه پیدا کړو، ما ډېر کوښښ وکړ خو کار مې ونه موند. زه ډیره ناهیلې شوې یم.

د جګړې او سولې انسټیټیوټ په وینا دا په داسې حال کې ده چې په افغاني محافظه کاره ټولنه کې د ښځو لپاره ډېره ګرانه ده چې خپلې ستونزې په تیره بیا له جنسیت سره تړلې قضیې له نارینه مدافع وکیلانو سره مطرح کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې پر یوې مور لیکنه خپره کړې چې خپل درې زامن یې په یوه ورځ له لاسه ورکړي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، د کابل په یوه خټین کور کې دننه په یوه خونه کې پر دیوال ځوړند ساعت د یوې ځوانې جوړې د واده لپاره چې هېڅکله به ونشي، ټکا کوي ځکه هغه ځوان چې باید واده یې کړی وای وژل شوی دی.

د دغه ځوان مور شیما نومېږي چې پر هغه سربېره دوه نور زامن یې په یوه ورځ ووژل شول.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، دغو درېیو ځوانانو ډېره هڅه وکړه چې کارونه پیدا کړي او خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي خو په دې کار بریالي نشول او بالاخره یې پریکړه وکړه چې د دوه سوه ډالرو میاشتنۍ تنخوا په خاطر وسلې ته لاس کړي او د پولیسو له لیکو سره یوځای شي.

دغو درې واړو وروڼو په کندهار کې د هغوی پر پوستې د وسله والو طالبانو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نیویارک ټایمزخبریال چې د دغو درې ځوانانو د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی وایي، مور یې د خونې په تیاره ځای کې ناسته وه او نورې اوښکې ورته پاتې نه وي چې له سترګو یې وڅڅېږي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغانستان په جګړه کې په دواړو لورو کې ډېر ځوانان وژل شوي او مېندې یې بورې شوې دي.

ورځپاڼې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د یوه مور کیسې ته اشاره کړې چې درې ځامن یې د طالبانو په لیکو کې جنګیدل او درې واړه وژل شوي دي.

دا بوره شوې میرمن چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، اوس د خپلو زامنو له درېیو کونډو نګیندو سره یوځای ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG