د لندن د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال مرکز هر کال په نړۍ کې د پوځي توازن په اړه د خپلو څېړنو راپور خپروي.
په دې راپور کې د ۱۷۱ هېوادونو د پوځي توانمندۍ او پوځي اقتصاد ارزونه کېږي.
د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال مرکز په افغانستان کې د پوځي توازن په اړه په خپل کلني راپور کې د افغان ځواکونو د وړتیا، د طالبانو د فعالیتونو او په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو په اړه ځیني جزئیات خپاره کړي دي.
په دې راپور کې راغلي چې ۲۰۱۵ میلادي کال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی و ځکه په دغه کال کې شااوخوا شل زره سرتېرو ته مرګ ژوبله ورسېده.
خو امریکايي رسنۍ د دې هېواد د پوځي چارواکو په حواله وايي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله شااوخوا ۱۶ زرو ته رسېده.
دغهراز د طالبانو لهخوا د لنډې مودې لپاره د کندز ښار نیول د افغان حکومت لپاره یوه لویه ضربه ګڼل شوې ده.
په افغانستان کې د پوځي توازن په اړه د لندن د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په خپل راپور کې وايي، افغان او په افغانستان کې مېشتو امریکايي او ناټو ځواکونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له جګړو درسونه اخیستي دي او په مختلفو برخو کې يې د پرمختګ او ښهوالي د راوستلو په هدف تمرکز زیات کړی دی.
راپور وايي، افغان او نړیوالو ځواکونو د مشرتابه، استخباراتو او لوژستیکي وړتیا پیاوړه او ښه کولو ته پاملرنه زیاته کړې ده.
په راپور کې له افغان هوايي ځواک سره د سوپر ټوکانو سپکو جنګي الوتکو او «اېم. ډي» ۵۳۰ ډوله جنګي هلیکوپټرونو یادونه هم شوې او دا يې د دې ځواک د پیاوړتیا لپاره مهم او ګټور ګام بللی دی.
د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال مرکز په راپور کې په تېر میلادي کال کې په هلمند او کندز کې د طالبانو او د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د داعش پر ضد افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو یادونه هم شوې ده.