ټاکل شوې ده چې راتلونکې شنبه د جرمني په مونشن ښار کې د مشارکت او پراختیا په نامه د افغانستان او اروپايي ټولنې د ګډو همکاریو موافقه لاسلیک شي.
افغان چارواکي وايي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسؤله فېډریکا موګرېني او د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي به د ولسمشر اشرف غني په حضور کې دا موافقه لاسلیک کړي.
د ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د دې موافقې پر بنسټ به د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ همکاري په بېلابېلو برخو کې پراختیا ومومي.
نوموړي زیاته کړه:
"د دې توافقنامې هدف د پراختیا، سولې، کلتوري برخه او د مدني ټولنې په چارو کې د اروپايي ټولنې چې زیات هېوادونهيې غړي دي د همکارۍ دوام دی. دا د اروپايې ټولنې د مرستو د دوام تمدید دی."
په همدې حال کې اروپايي ټولنې په یوې اعلامیه کې ویلي، دا توافقنامه له ۲۰۱۴ میلادي کال نه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د تحول په لسیزه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې ژمنې ته عملي بڼه وربخښي.
له افغانستان سره د اروپايي ټولنې او نړیوالو د همکاریو په اړه تېر میلادي کال د بروکسل په غونډه کې موافقه شوې وه.
د افغانستان د ماليې وزارت ویاند افغانستان لپاره د دې موافقې د ګټو په اړه وویل:
"هر څومره چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د مرستو د دوام، د پروژو د تطبیق او نورو پروګرامونو په اړه همغږي موجوده وي هغومره د افغانستان په ګټه ده. دا به ان د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي."
له افغانستان سره د اروپايي ټولنې توافق د نورو مسئلو سربېره په بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو پر خوندیتوب زیات ټینګار کوي.
د قانون حاکمیت، د کلیو پراختیا، پوهنه، ساینس او ټکنالوژي، د پیسو له وینځلو او ترورېزم سره مبارزه کې په دې دوه اړخیزه توافق کې شامل نور مواد دي.
اروپايي ټولنه وايي، د دې موافقې لاسلیک اروپا او افغانستان ته لاره پرانیزي چې د اټمي امنیت، د ډلهیېزې وژنې د وسلو د پراختیا د مخنیوي او د اقلیم د بدلون په برخه کې په ګډه کار وکړي.