د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

بلخ کې دولتي ځمکو د دولتي ارګانونو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي


په بلخ ولایت کې د دولتي ځمکو پر سر د اراضي ادارې او شاهین قول اردو ترمنځ جنجال رامنځته شوی دی.

د بلخ ولایت د اراضي اداره وايي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په حیرتان تجارتي ښارګوټي کې ۹۶۲۴ جریبه ځمکه تصرف کړې چې له دې جملې څخه یې څه باندې ۲۵۰۰ جریبه ځمکه ملي تجار او متشبثینو ته په اجاره وکړې ده.

د بلخ د اراضي ادارې مشر شېر شاه هوتک وايي چې متشبثینو په دغه ځمکه کې تاسیسات جوړي کړي او له امله یې هره میاشت ۲۰۹ شاهین قول اردو ته د اجارې پسې هم ورکوي.

شېر شاه یې په اړه وویل:

"د ۲۰۹ شاهین قول اردو په حیرتان ښارګوتي کې ۹۶۲۴ جریبه ځمکه تصرف کړې چې له جملې یې ۲۵۲۴ جریبه یې ملي سوداګرو ته په خودسرانه توګه په اجاره ورکړې، قول اردو له تجار سره د ځمکو د چارو د تنظیم قانون او نه هم د اجارې قانون په پام کې نیولی بلکې پخپل توګه یې قرار داد ورسره کړی دی."

د بلخ ولایت د اراضي ادارې مشر وايي چې ملي سوداګر په في جریب ځمکه د میاشتې څه کم ۳۵۰۰ افغانۍ پیسې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ته ورکوي چې د دولت ملي بودجې ته واریز شي.

په همدې حال کې ملي سوداګر په حیرتان ښارګوتي کې وايي چې دوی هم د اراضي ادارې او هم ۲۰۹ شاقین قول اردو ته د خپلې اجارې پیسې ورکړي دي، خو تاسیسات یې د اوږد مهال قرار داد د نه ترسره کېدو له امله مسدود شوي او په میلیونونو پیسې تاوان یې کړی.

په حیرتان کې د برګ سبز شرکت استازی یې په اړه وايي:

"هم مو قول اردو او هم مو د اراضي ادارې ته پیسې ورکړي دي، خو په دې ورځو کې د قول اردو نماینده راځي او وايي چې زموږ سره اوږد مهال قرار داد وکړی، کنه تاسیسات مو بندو، که دا ځمکه اراضي ته مربوط ده اراضي دې زموږ سره قرار داد وکړي او که قول اردو ته مربوط کېږي قول اردو دې زموږ سره قرار داد وکړي."

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتي څانګې مرستیال نصرت الله جمشیدي وايي چې په حیرتان کې دا ځمکې دفاع وزارت ته مربوط دي او دوی یې یوازې د ساتنې او حفاظت چارې پر مخ بیايي او د اجارې پیسې يې له قانوني ادرس څخه د دولت خزانې ته ورلوېږي.

ښاغلي جمشیدي يې په اړه وویل:

"دا ځمکې له ډېر پخوا راهیسې د دفاع وزارت مربوط کېږي، د ۲۰۹ شاهین قول اردو یې یوازې د ساتنې او محافظت مکلفیت لري، د قرار داد پیسې یې دولت اخلي."

په همدې حال کې د بلخ ولایت شورا استازي وايي، که دولت په موقع سره دا ستونزه حل نه کړي، ملي پانګه وال به په کور دننه له سرمایه ګذارۍ لاس پر سر شي.

د بلخ د ولایتي شورا استازې ریحانه سادات یې په اړه وايي:

"حکومت باید له پانګونې څخه ملاتړ وکړي، دا مشکل باید ژر تر ژره حل شي، که یاده ستونزه حل نشي په یقین سره به دا موضوع نورو مشکلاتو ته هم لمن ووهي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم د بلخ ولایتي شورا ګن شمېر استازو د دې ولایت دولتي چارواکي او محلي زور واکي د زرګونه جریبه ځمکې پر غصب تورن کړي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG