د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د «م.م» امنیت شورا شمالي کوریا ته د سزا ورکولو په خطر بېړنۍ غونډه کوي


ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په یوې بېړنۍ غونډه کې پر دې بحث او خبرې وکړي چې شمالي کوریا ته د لیرې واټن ویشتونکي توغندي د وروستۍ ازموینې په خاطر څه ډول سزا ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو، جاپان او جنوبي کوریا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د شمالي کوریا د بالسټیک توغندي د وروستۍ ازموینې په اړه د خبرو لپاره یوه عاجله غونډه راوبولي.

درې واړو هېوادونو دغه ازموینه غندلې او سیول یې هغه پوځي او امنیتي جدي ګواښ بللی چې په وینا یې پیونګ یانګ ښایي نورې دا ډول ازموینې هم ترسره کړي.

د شمالي کوریا له‌خوا د نورو راکټي ازموینو وېره هم شته.
د شمالي کوریا له‌خوا د نورو راکټي ازموینو وېره هم شته.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي نمایندګۍ یوه ویاند چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی د یکشنبې ورځې په وروستیو کې وویل چې په پام کې دغه غونډه د دوشنبې په ورځ وشي.

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي چې هېواد یې په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌یې مشري کوي هم د دې شورا د بېړنۍ غونډې رابلل تائید کړي دي.

شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پوک ګوکسونګ۲ «2-Pukguksong» په نوم د منځني او لیرې واټن ویشتونکی توغندی یې د دوشنبې په ورځ په بریالیتوب سره وازمایه.

شمالي کوریا دغه توغندی د تېرې دوشنبې به ورځ و ازمایه.
شمالي کوریا دغه توغندی د تېرې دوشنبې به ورځ و ازمایه.

د دې هېواد دولتي خبري اژانس وویل، د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته په پام سره دغه توغندی د ارتفاع له یوې لوړې زاویې توغول شوی او د دې هېواد ولسمشر کېم جونګ اون «Kim Jong Un» یې په خپله د توغولو چارې څارلې.

د شمالي کوریا ولسمشر د توغندي ازمایلو وخت کې.
د شمالي کوریا ولسمشر د توغندي ازمایلو وخت کې.

چین چې په سیمه کې د شمالي کوریا نېږدې متحد ګڼل کېږي هم دغه ازموینه د ملګرو ملتونو له بندیزونو سرغړونه بللې.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګېنګ شونګ «Geng Shuang» د دوشنبې په ورځ په پیکنګ کې په یوه خبري غونډه کې د خپل هېواد عکس‌العمل داسې بیان کړ:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند.

"چین د توغندي دغې ازموینې ته په پام سره له دې سره مخالف دی چې شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکونو سرغړونه کوي، اوسنیو حالاتو ته په پام سره اړوندو خواوو ته نه‌ښایي چې په مقابل کې داسې لمسونکی اقدام وکړي چې د شمالي کوریا په ټاپو وزمه کې کړکېچ له دې زیات کړي، ټولې خواوې باید له زغمه کار واخلي او په ګډه په سیمه کې سوله او امن خوندي کړي."

پیونګ یانګ په ښکاره ویلي چې اټمي وسلو ته پراختیا ورکوي او تېر کال‌یې دوه اټمي ازموینې او د توغندیو یو شمېر ازموینې ترسره کړي.

د اسوشیټېډ پرېس په وینا د شمالي کوریا دغه نوې ازموینه او د دې هېواد د اټمي وسلو د پراختیا هڅې به د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د پیونګ یانګ پر ضد یې د سخت دریځ د غوره کېدو خبره کړې، له سختې ننګونې سره مخامخ کړي.

د ټرمپ ادارې تر اوسه د پیونګ یانګ په وړاندې چې څو لسیزې یې امریکایي مشران د خپلو اټمي وسلو د پراختیا پر موضوع بوخت ساتلي، یوه ستراتیژي نه‌ده جوړه کړې.

په دې اړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په جوړېدنکې بېړنۍ غونډه کې به د دغې ازمویني په خاطر شمالي کوریا ته څه ډول ځواب وویل شي، په مشخصه توګه د اقداماتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي خو له دې مخکې دې شورا څو ځلې د ورته ازمیښتونو په خاطر پر دې هېواد یو لړ بندیزونه لګولي چې پیونګ یانګ هغه بابېزه بللي دي.

شمالي کوریا يو بالسټیک توغندی وازمويه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

XS
SM
MD
LG