د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

رومانیا کې حکومت ضد مظاهرې دیارلسمې ورځې ته وغځېدې


د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې لسګونه زره کسان نن بیا په ډېره سړه هوا کې د بخارست واټونو ته راوتلي وو او د حکومت ضد مظاهرو ته‌یې دوام ورکړ.

اعتراض کوونکي چې ولسمشر یې هم ملاتړ کوي، پر حکومت د فساد تور لګوي خو د رومانیا صدراعظم تر دې دمه د واک پرېښودو ته چمتووالی نه‌دی ښودلی.

د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې نن د حکومت ضد مظاهرو دیارلسمه ورځ ده.

د راپورونو له مخې نن د بخارست په مرکزي چوک کې د حکومت د ودانۍ مخ ته د اټکل له مخې اویا زره کسان په ډېره سړه هوا کې راټول شول او د کیڼ اړخي حکومت د استعفا پر غوښتنه‌یې ټینګار وکړ.

اعتراض کوونکي مرګ پر فساد شعارونه ورکوي او د سوسیال ډموکرات ګوند په مشرۍ د سورین ګریندینو د حکومت استعفا غواړي.

دوی چې د رومانیا د بیرغ په رنګ ابي، ژیړ او سره بیرغونه او شعارونه ورسره وو، دولتي چارواکي فاسد او غله وبلل.

په څو نورو ښارونو کې هم په کم شمېر د اعتراضونو راپورونه ورکړل شوي خو د ټول هېواد په کچه تر ټولو لویه مظاهره د فبرورۍ په پنځمه نېټه وشوه چې تخمیناً شپږ لکه کسانو ګډون په‌کې کړی و.

په دې مظاهره کې چې په رومانیا کې د کمونېستي نظام له پرځېدو وروسته تر ټولو پراخه وه مظاهره‌چیانو د ولسمشر د هغه فرمان د باطلېدو غوښتنه کوله چې د دوی په وینا د فساد د له‌منځه وړلو هڅو ته‌یې زیان اړاوه.

دوی ویل، دا فرمان له هغو سیاستوالو سره چې په فساد کې ښکېل دي مرسته کوي چې له عدلي او قضايي تعقیب څخه معاف شي او یا له زندانونو څخه راووځي.

په دې سیاستوالو کې یو، د پخواني کمونېست ګوند چې اوس د سوسیال ډموکرات په نوم یادېږي مشر لیویو دراګنیا «Liviu Dragnea» دی.

د پخواني کمونېست ګوند مشر لیویو دراګنیا.
د پخواني کمونېست ګوند مشر لیویو دراګنیا.

د راګنیا له واکه د ناوړه کار اخیستو په جرم په حبس محکوم شوی دی او په یوه بله قضیه کې د فساد په تور تر محاکمې لاندې دی.

پر نوموړي حکم د صدراعظم په توګه د هغه د ټاکنې په وړاندې اصلي خنډ دی.

د فبرورۍ په پنځمه نېټه له پراخو اعتراضونو وروسته د رومانیا حکومت دا فرمان لغوه کړ خو معترضانو خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ او د هغه حکومت د استعفا لپاره پر غوښتنه‌یې ټینګار وکړ چې نېږدې یوه میاشت مخکې یې په کار پیل کړی.

له پرله‌پسې اعتراضونو سره سره صدراعظم ګریندینو تر دې دمه د استعفا له ورکولو ډډه کړې ده.

د رومانیا صدراعظم.
د رومانیا صدراعظم.

​همداراز د ګریندینو یو شمېر پلویانو هم نن د جمهوري ریاست د ودانۍ مخې ته د ولسمشر کلاوس یوهانیس «Klaus Iohannis» پر ضد شعارونه ورکړل.

یوهانیس چې له ولسمشرۍ مخکې د ملي لیبرال ګوند مشر و، د خلکو له اعتراضونو څخه ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG