د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

سعودي څه کم ۴۰ زره پاکستاني کارګران له خپل هېواده وایستل


د سعودي عربستان حکومت په تېرو څلورو میاشتو کې څه کم ۴۰ زره پاکستاني کارګران له دې هېواده وایستل.

سعودي چارواکو د دې کارګرانو د ایستلو لپاره بېلابېل دلایل ښودلي.

د دوی په وینا ځینو دې کسانو د سعودي عربستان له قوانینو سرغړونه کړې، څو تنو یې له داعش ډلې سره اړیکې لرل او یو شمېر نور د مخدروموادو په قاچاق کې ښکیل وو.

سعودي عربستان په تېرو څو لسیزو کې د پاکستان لوی متحد پاتې شوی دی خو آیا دا اتحاد په سیمه کې د ځینو بدلونونه له کبله له ګواښ سره نه دی مخامخ شوی؟

په دې اړه مو د پاکستان د مشرانو جرګې له پخواني غړي او سیاستوال افراسیاب خټک سره مرکه کړې. له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې ښاغلي خټک اقتصادي مسایل د دې کارګرانو د ایستلو اصلي عامل وباله:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG