د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

کابل پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تړاو نېږدې ۳۰۰ کسان نیولي


په کابل کې د ۱۰۱ اسمايي زون پولیس وايي چې په وروستۍ یوه میاشت کې یې ۲۹۵ کسان نیولي چې په وژنو، وسله‎والو غلاوو، د مخدره موادو خرڅلاو او نورو غیر اخلاقي کارونو کې یې لاس درلود.

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان عبدالرحمن رحیمي چې د دوشنبې په ورځ‌یې دا نیول شوي کسان رسنیو ته ښکاره کول وویل چې له دې ډلې یې ۱۷ کسان په وژنو تورن دي.

ښاغلی رحیمي وايي چې په یاده موده کې یې د چرسو او الکولي مشروباتو په شمول زیاته اندازه مخدره مواد هم نیولي دي.

نوموړي وویل:

"ډېر دا مجرمین له ښاري سیمو او یا د کابل اړوند حوزو څخه نیول شوي، خو کمه شمېره‌یې له بګرامۍ، میربچه کوټ، پغمان او نورو ولسوالیو هم دي."

په همدې ډول د کابل پولیس وايي چې په وروستۍ یوه میاشت کې یې په کابل ښار د اووه راکټي بریدونو مخنیوی کړی دی.

د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان وايي چې په دولتي ګاډو پورې نصب څلور مقناطیسي ماینونه هم پولیسو خنثی کړي دي.

له دې سره داسې ادعاوې موجودې دي چې په مرکز کابل کې وسله‎والې غلاوې، انسان تښتونه، د وسله‎والو کسانو تګ راتګ او نور جرمونه له حده ډېر شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي فرهاد صدیقي ازادي راډيو ته وویل، کابل کې خلک د امنیت په اړه اندېښنې لري.

نوموړی وايي:

"زه د کابل د خلکو د استازي په حیث اندېښنه لرم چې وسله‎والې غلاوې، د موټرو او انسانانو تښتونه اوس هم شته، موږ دا ستونزې له پولیسو سره هم شریکې کړي امنیه قوماندان راته ویلي چې په دې اړه موږ کار کوو او د کابل د پولیسو شمېره هم کمه ده."

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي فرهاد صدیقي
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي فرهاد صدیقي

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان عبدالرحمن رحیمي بیا ټینګار کوي چې د پولیسو سره د خلکو نېږدې همکاري د ډېرو جنايي جرمونو په کنټرول کې اغېزمنه ده.

د هغه په وینا په دې وروستیو کې د پولیسو سره د کابل د خلکو همکاري ډېره شوې او له همدې امله دوی د ډېرو غیر قانوني کارونو مخه نیولې ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG