د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د ارزګان یو شمېر زده‌کوونکي: مسلکي ښوونکي او کتابونه نه‌لرو


د ارزګان ولایت د یو شمېر ښوونځیو زده‎کونکي وايي، دولت‌يې پر خپل وخت ستونزو ته رسیده‎ګي نه‎کوي.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کونکي شکایت کوي چې درسي کتابونه او مسلکي ښوونکي نه‎لري.

دوی له دولته غواړي چې راتلونکي کال کې مسلکي ښوونکي ښوونځیو کې ورته وګماري او د درسي کتابونو کمی دې ورپوره کړي.

په ارزګان کې د یو شمېر ښوونځیو زده‎کوونکو ازادي راډیو ته وویل:

"زما نوم شاهدالله دی، د ارزګان ترینکوټ کې د سیدالخان په عالي لېسه کې زده‎کړې کوم، زموږ د ښوونځیو په یوه کېلو مترۍ کې جګړه روانه ده خو بیا هم موږ غیرحاضري نه‌کوو."

"زما نوم جاوید عرفان د ارزګان د چورې ولسوالۍ د زکریا لېسې زده‌کوونکی یم، زموږ لېسه کې هېڅ د خوراک اوبه نه‌شته، د لوبو میدان هم نه‎لرو."

ارزګان یو د افغانستان د هغه ناامنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره په دغه ولایت کې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ناامنیو له کبله ۲۸۰ښوونځي د زده‎کوونکو پر مخ تړلي دي.

بل‎خوا د ارزګان ولایت د پوهنې سرپرست رئیس نجیب‌الله کامران هم وايي چې په دغه ولایت کې زده‎کوونکو تېر کال درسي کتابونه نه‌درلوده او نه‌يې هم مسلکي ښوونکي درلودل، خو دا ستونزې به حل کړي.

نوموړی وايي چې د یو شمېر هغو ښوونځیو لپاره‌یې هم د خلاصون لاره سنجولې چې د وسله‎والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي.

د ارزګان ولایت د پوهنې سرپرست رئیس نجیب الله کامران
د ارزګان ولایت د پوهنې سرپرست رئیس نجیب الله کامران

ښاغلي کامران زیاته کړه:

"زما شپږ میاشتې کېږي چې ارزګان کې د پوهنې د ریاست سرپرست شوی یم، نو دغه ستونزې چې د پخواني رئیسانو نه راته په میراث راپاتې دي، هغوی ارزګانیانو ته په صداقت کار نه‌کاوه."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ارزګان ولایت د پوهنې پخوانی رئیس احسان‌الله ناشر د ۴۰ میلیونه افغانیو فساد په تور د ارزګان د استېناف څارنوالۍ تر تحقیقاتو وروسته زنداني شو.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG