ځينو مدني فعالانو او د ځوانانو بنسټونو د نورستان د طبيعي افتونو له کبله زيانمنو شويو ته مالي او نورې ضروري مرستې برابرې کړي دي.
دغه ځوانان وايي، دوى به د خپلو ملګرو په مرسته دغه برابرې کړې مرستې د نورستان هغو سيمو ته ورسوي چې په وروستيو کې د درنو واورو ورښتونو زيانمنې کړې دي.
يو بنسټ په کې د افغانستان د ځوانانو مرکز دى.
صالح محمد صالح د دې ټولنې له مشر ذبيح الله بهار څخه پوښتنه کړې چې تر اوسه يې څه ډول مرستې برابرې کړي؟