د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

ښايي د ترکمنستان انتخاباتو کې واکمن ولسمشر محمدوف ګټونکی شي


داسې ښکاري چې د ترکمنستان واکمن ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف یو ځل بیا د انتخاباتو په نتیجه کې د اوو کلونو په مخه د دغه هېواد جمهور رئیس شي.

د ترکمنستان جمهوري ریاست ټاکنې نن د فبروري په ۱۲مه کېږي او اټکلونه داسې شوي چې بردي محمدوف به خپل سیالان مات کړي.

د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بردي محمدوف اته سیالان لږ پېژندل شوي حکومتي چارواکي، د پارلمان وکیلان او د شرکتونو مشران دي.

دا لومړی ځل دی چې ترکمنستان کې د جمهوري ریاست لپاره یوازې د یوه ګوند استازی نه بلکې ځینې نور کسان هم ځان کاندیدوي.

دا بدلون وروسته له هغه راغی چې ۵۹ کلن بردي محمدوف تېرکال وویل، د ۲۰۱۷ میلادي کال په انتخاباتو کې به د هغه په خبره ځینې بدیل موجود وي.

خو کارپوه مایکل رومانوسکي وايي:

"ترکمنستان کې په تېرو ۱۵ کلونو کې انتخابات له درغلیو سره مل و او هېڅ رښتینې مخالفه ډله نشته."

رومانوسکي چې د متحده ایالتونو په مارشال بنسټ کې د جرمني لپاره د اسیا او اروپا چارو کارپوه دی د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ته دا هم ویلي چې د ترکمنستان ټولنه تر ظلم لاندې نیول شوې او رسنۍ اصلاً خپلواکې نه‎دي.

ترکمنستان په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه او لومړنی ولسمشر یې هم صفرمراد نیازوف و چې ۱۶ کاله یې په دغه هېواد واکمني وچلوله.

په ۲۰۰۶ میلادي کال کې بردي محمدودف چې وروسته یې د ډیموکراټیک ګوند غړیتوب واخېست په انتخاباتو کې ۸۹ سلنه رأیه وګټله او په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې هم ټاکنې په ۹۷ سلنه رأیو وګټلې.

بردي محمدوف د ځان غوښتنې او د خپلو مخالفینو په ځپلو مشهوره دی.

قربان قلي بردي محمدوف د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو کې ځیني اصلاحي کارونه هم وکړل له هغې ډلې په درسي نصاب کې د بهرنیو ژبو بیا شاملول او د هغو روغتونونو پرانیستل چې پخواني ولسمشر صفر مراد نیازوف تړلي و.

د هغه مخالفین بیا وايي چې په ترکمنستان کې د رښتینو مخالفو ګوندونو نشتوالي د منځنۍ اسیا په دغه هېواد کې ډیموکراټیکو هیلو په لور د ګام اخیستلو تمې په اوبو لاهو کړې دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG