د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د هلمند والي سنګین کې د ملکيانو وژل کېدل رد کړه


د هلمند والي په سنګين ولسوالۍ کې د ملکي کسانو وژل کېدل رد کړه.

حیات الله حیات چې نن شنبې یې په لښکرګاه کې یوې خبري ناستې ته معلومات ورکول وویل د دوی لمړني معلومات ښيې چي په برید کې وژل شوي ټول وسله وال طالبان دي.

د هلمند ولایتي شورا او د سنګین د ټولنیزې شورا ریئس د والي د خبرو په خلاف وايي چې وژل شوي کسان ملکيان دي چي ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د جمعې په شپه د سنګین بازار ته نېږدي په درېیو کلیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې یو شمېر کسان وژل شوي دي چې حکومت يې وسله وال، خو ولایتي شورا يې ملکي کسان بولي.

په دې اړه د محمد الیاس داعي راپور ووارئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

XS
SM
MD
LG