د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

د نورستان واما کې نجلۍ او هلک له کوره د تېښتې په تور وژل شوي


د نورستان واما ولسوالۍ کې یوې نجلۍ چې غوښتل یې له یوه هلک سره له کوره وتښتي، دواړه د خلکو لخوا په عام محضر کې وژل شوي دي.

په نورستان کې د ښځو چارو رئیسې مېرمن زاهدې فیضان نن شنبې ازادي راډیو ته وویل تېر ماځیګر د فاتحې په نوم نجلۍ غوښتل چې د هدایت الله په نوم هلک سره له کوره وتښتي چې په لاره کې د واما ولسوالۍ پولیسو لخوا ونیول شول.

نوموړي زیاته کړه کله چې خلک خبر شوي جرګه جوړه شوې هغوی په خبرو بوخت و چې د نجلۍ خپلوانو پر ولسوالۍ هجوم راوړی او دواړه يې له ولسوالۍ ایستلي او وژلي یې دي.

نوموړې زیاته کړه:

"پولیسو نجلۍ او هلک نیولي، ولسوالۍ ته یې وړي دي، کله چې سپین ږېري،علماء او قومي مشران خبر شوي، ولسوالۍ ته ورغلي، هلته يې جرګه جوړه کړې چې نجلۍ او هلک چاته وسپاري، جرګه په خبرو بوخته وه چې د نجلۍ او د نجلۍ د مېړه کورنۍ پر ولسوالۍ هجوم راوړی، دواړه يې له ولسوالۍ را ایستلي او په ډزو يې وژلي دي."

هغې وویل دغه پېښه ډېره دردونکې وه، پولیسو د نجلۍ او هلک د خلاصون لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو پرې بریالي نه شول:

"پولیسو هڅه کړې، خو د هجوم کوونکو لخوا درې پولیس هم ټپیان شوي دي."

مېرمن زاهده فیضان وايي، له کوره د نجونو د تېښتې پېښې زیاتې دي، خو د هلک او نجلۍ وژنې پېشه يې په ولایت کې نوې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم وايي، کله چې پولیسو غوښتل نجلۍ او خلک له هجوم کوونکو وژغوري پکې درې پولیس ټپیان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د منطقي خلکو پر ولسوالۍ ستر هجوم وړی، د ولسوالۍ دروازې يې ماتې کړي دي، هلک او نجلۍ يې له ولسوالۍ را ایستلي دي، پولیسو د نجلۍ او هلک ژغورلو کوښښ کړی، خو په دې کوښښ کې ځکه ناکام شوي چې درې پولیس د خلکو لخوا سخت ټپیان شوي دي، خلکو نجلۍ او هلک دواړه وژلي، نجلۍ څو ورځې وړاندې واده شوې وه."

والي وویل د یادې پېښې څېړلو لپاره يې یو کمېسیون جوړ شوی او هرڅوک چې د نجلۍ او هلک په وژلو کې لاس ولري قانوني سزا به ورکړل شي.

په هېواد کې د شته دودونو او پر ښځو د کېدونکي زور زیاتي له امله هره ورځ بې شمېره نجونې او ښځې له کوره تېښتې ته مجبورېږي.

ډېرې کمې يې په دې بریالۍ کېږي چې دامن کور یا کوم بل ځای ته د سر ساتنې لپاره ځانونه ورسوي او نور پاتي يې د غیرت په نوم د خلکو په وړاندې وژل کېږي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG