د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

مدني فعالان: حکومتي مشرانو خپلې زیاتې ژمنې نه دي عملي کړي


د مدني ټولونو یو شمېر بنسټونه وايي، د ولسمشر لخوا د سلو کړیو ژمنو څخه ډېرې يې لا نه دي عملي شوي.

نهو مدني بنسټونو د حکومت د مشرانو لخوا د سلو ورکړل شویو ژمنو څخه چې اتلس يې د دوی لخوا ارزول شوي پایلې يې له رسنیو سره شریکې کړې.

د دغو مدني بنسټونو همغږي کوونکي تیمور حکيمیار ازادي راډیو ته وویل چې دوی د خپلو ارزونو پیل د حکومت لخوا د کانونو، امنیت، خصوصي سکټور، د الکترونیکي تذکرو وېش او انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د کړیو ژمنو څخه وکړ.

ښاغلي حکيمیار د دموکراسي انټرنېشنل سازمان لخوا د شنبې په ورځ په کابل کې جوړې شوې ناستې ته وویل چې په ډېرو برخو کې د حکومت لخوا کړې ژمنې نه دي عملي شوي او يوازې د شعار په بڼه پاتې شوي.

هغه وویل، په هېواد کې د وروستیو نا امنیو عمده لامل په تېرو دوو کلونو کې د ملي يووالي د حکومت د مشرانو لخوا پخپلو ژمنو عمل نه کول دي.

نوموړي زیاته کړه:

"پر يو شمېر ژمنو عمل پېل شوی، يو شمېر ژمنې تر پنځوس فیصده رسېدلي، خو يو شمېر ژمنو ته لا لاس هم نه دی وروړل شوی چې دا د حکومت د ژمنو په وړاندې د خلکو اندېښنې ښيي او بل خوا مدني ټولنې اړ باسي چې دغه ژمنې وڅاري ترڅو عملي شي."

ښاغلی حکيمیار وايي، د دوی موندنې او ارزونې ښيي چې د حکومت لخوا پر يو شمېر شویو ژمنو اقدام هم شوی، خو اداري فساد، نا امني او زورواکي د دې لامل شوی چې دغه چارې ټکنۍ کړي.

د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د حکومت مشرانو په بېلا بېلو برخو کې له ولس سره سل ژمنې وکړې او ولس ته يې د دغو ژمنو د عملي کېدو کلک ډاډ ورکړ.

خو د يو شمېر مدني ټولنو استازي وايي چې د حکومت مشرانو پر خپلې يوې ژمنې هم سم عمل نه دی کړی چې دغه چاره به د حکومت او ولس ترمنځ واټن ډېر کړي.

په ورته وخت کې په نړيوالو اړیکو کې د ولسمشر سلاکاره فرخنده زهرا نادري چې د حکومت په استازولۍ يې په دغه غونډه کې برخه اخېستې وه، ژمنه وکړه چې د دوی موندنې به له ولسمشر سره شریک کړي.

زهرا نادري
زهرا نادري

نوموړې زیاته کړه:

"حکومت يو شخص نه دی، حکومت که پخپل ټول قدرت سره شپه او ورځ کار وکړي په يوازې ځان نشي کولای ملت بریا ته ورسوي، په دې برخه کې دولت باید د حکومت سره په ګډه کار وکړي."

د مدني فعالانو له ډلې حمیرا ثاقب چې د ولسمشر يو شمېر ژمنې يې څېړلي وايي، د ژمنو د نه عملي کېدو يو ستر لامل د ملي يووالي حکومت د مشرانو ترمنځ نه همغږي ده.

اغلې ثاقب دغه موضوع يوه ستره ننګونه ګڼي او په دې برخه کې د حکومت لخوا د لازمو اقداماتو غوښتنه کوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG