د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

ذکي: د نورو نړیوالو ځواکونو راتګ د افغانانو په ګټه تمامېدای شي


د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، که افغانستان ته نور امریکايي سرتېري رانه شي د ګرمۍ په موسم کې به جګړې لا زور واخلي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړې جنرال نظیفې ذکي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغانستان دا مهال تازه دمي امریکايي سرتېرو ته ضرورت لري او راتګ یې د خلکو په ګټه تمامېدای شي.

اغلې ذکي همدا راز ټینګار کوي چې د امریکا او ناټو په ګډون نور نړیوال باید د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالښت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړې زیاته کړه:

"د دوی راتګ "بهرني ځواکونه " د افغانانو په ګټه تمامېدای شي څو وکړای شي چې ترهګر مهار کړي او له امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې مرسته وکړي او که را ونه رسېږي ښايي راتلونکی کال د افغانانو لپاره له ننګونو ډک کال وي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د خدماتو کمېټې ته ویلي و چې د افغان ځواکونو د روزنې، سلا مشورې او مرستې لپاره څو زره بهرنیو سرتېرو ته اړتیا ده.

​جنرال جان نېکلسن په واضح توګه دا ونه ویل چې څومره بهرنیو سرتېرو ته په افغانستان کې اړتیا ده.

دغه لوړ پوړي امریکايي چارواکي همدا راز وویل چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان، ایرن او په ځانګړې توګه د روسیې اغېز او رول یاده جګړه لا پېچلې کړې ده.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې په روانه جګړه کې د روسیې، ایران او پاکستان مداخلې ته په کتو اړینه ده چې په افغانستان کې زیات بهرني سرتېري موجود وي.

افغان چارواکي: مسکو د ایران له لارې طالبانو ته وسلې ورکړي

د دغه جرګې غړي محمد نعیم حمیدزي لالي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان د پولو د ساتنې او په هېواد کې د یادو هېوادونو د نفوذ د مخنیوي لپاره په کار ده چې ډېر بهرني سرتېري موجود وي.

نوموړي زیاته کړه:

"په سرحدي ولایتونو کې یې ضرورت دی هغه سرحدي سیمې چې له ایران، پاکستان او روسیې سره تړلې دي او په دغه سیمو کې د یادو هېوادونو مداخلې روانې دي."

د ولسي جرګې دغه غړی وايي چې د امریکا او ناټو سازمان په ګډون باید نړیوال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ډېرېدو ترڅنګ له افغانستان سره د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې هم همکاري وکړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د قوماندان د هغه څرګندونو په اړه چې ګواکې افغانستان په زرګونو بهرنیو سرتېرو ته ضرورت لري وویل چې دفاع وزارت په دې برخه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د هوکړې هرکلی کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG