د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

پاکستان خپله خاوره کې د تروریستي ډلو ځپلو په اړه امریکا ته ډاډ ورکړ


پاکستان ویلي هغه ډلې ځپي چې په دغه هېواد کې ترهګریز فعالیتونه کوي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز دا ژمنه د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جېمز ماتېس ته په ټلیفوني خبرو کې کړې ده.

په پاکستان کې د وسله والو مخالفینو د بېلابېلو ډلو د موجودیت په اړه د امریکايي چارواکو تر څرګندونو وروسته دغه هېواد تازه ژمنه کړې چې په خپله خاوره کې به دا ډلې وځپي.

دا ژمنه د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر متقاعد جنرال جېمز ماتېس ته کړې ده.

جنرال قمر جاوید باجوه
جنرال قمر جاوید باجوه

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جیف ډیویس نن ویلي چې جنرال باجوه دفاع وزیر ماتېس ته ډاډ ورکړ چې پاکستان په خپله خاوره کې له ټولو ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي.

پنټاګون ویلي دواړو مشرانو شااوخوا شل دقیقې په ټلیفون خبرې وکړې.

پاکستان په داسې حال کې د بېلابېلو مخالفینو د ځپلو ژمنه کړې چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي تندلاري ډلې له هغې ډلې حقاني شبکه په پاکستان کې پټنځایونه لري.

جان نیکلسن د سنا جرګې په استماعیه غونډه کې پرون د پاکستان تر څنګ د ایران او روسیې نومونه هم یاد کړي چې د ده په خبره طالبانو ته مشروعیت بخښي او د یوه با ثباته هېواد په رامنځته کولو کې د افغان دولت هڅې له خنډ سره مخ کوي:

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

"زه پر طالبانو د ځینو بهرنیو لوبغاړو هېوادونو په خاصه توګه پاکستان، روسیې او ایران د نفوذ په اړه اندېښمن یم، دا هغه هېوادونه دي چې له طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته مشروعیت ورکوي او د یوه با ثباته هېواد په رامنځته کولو کې د افغان دولت هڅې له خنډ سره مخ کوي."

روسي چارواکو د دغو خبرو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي او د افغانستان او پاکستان په چارو کې د ولادمیر پوتین خاص استازي ضمیرکابلوف نن د حکومت پلوي سپوتنیک اژانس ته ویلي چې:

ضمیر کابلوف
ضمیر کابلوف

"دا یو درواغ دی او بې ځایه خبره ده"

سپوتنیک د کابلوف په حواله دا هم لیکلي چې:

"دا ټولې هڅې د دې لپاره کېږي چې په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره هغوی پر خپله ناکامي پرده واچوي."

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن د هغې خبرې په اړه چې ویلي یې دي ایران د افغانستان په لوېدیځ کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي ایراني چارواکو تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان ملي دفاع وزارت هم له وسله والو طالبانو د ایران ملاتړ نه ردوي خو د پاکستان په اړه یې څو واره په زغرده ویلي چې دا هېواد «پاکستان» په افغانستان کې له فعالو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

امریکايي چارواکو په داسې حال کې د افغانستان د ثبات په وړاندې پاکستان، ایران او روسیه خنډ جوړوونکي بللي چې افغان ولسمشر او امریکايي سیال یې هم په خپلو تازه ټلیفوني خبرو کې د ترورېزم پر ملاتړیو هېوادونو خبرې کړي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG