د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

ولې یو شمېر ځوانانو ته کار نه پیدا کېږي؟


هر کال بې شمېره ځوانان له پوهنتونونو څخه فارغېږي، خو په دوی کې یوه لویه برخه په دې نه کامیابېږي چې د ځان لپاره مناسبې دندې پيدا کړي.

په دولتي ادارو کې له ستونزو سره ـ سره یو شمېر دغه ځوانان د خپلې تنبلۍ له کبله ډېره موده بې کاره پاتې کېږي.

ځینې خو یې د کار پیدا کولو ته هېڅ ډول تیاری نه لري، د بېلګې په ډول دوی له وخت سره برابره سي وي نه لري، په کار پسې نه ګرځي، له کاروباري خلکو سره مشورې نه کوي او تمه یې دا وي چې څوک کور ته پسې ورشي او ورته ووايي چې ته مقرر شوی یې، سبا راشه.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د غږ تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:03 0:00

XS
SM
MD
LG