د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

متي بال د ټرمپ د بندیز له وېرې د خپل ژباړونکي ټکټ واخیست


د امریکا د ولسمشر وروستی فرمان چې دغه هېواد ته يې د اوو اسلامي هېوادونو د اتباعو او ټولو پناه غوښتونکو ورتګ په مؤقته توګه منع کړ، د هغو افغان ترجمانانو اندیښنې راپارولي چې امریکا ته د تلو په انتظار دي.

متي بال چې وروستیو کلونو کې یې افغانستان کې عسکري کړې د سان فرانسیسکو په نړیوال هوايي ډګر کې د خپل افغان ترجمان ملګري انتظار کاوه.

متي بال د دې لپاره چې ملګری يې ژر تر ژره امریکا ته ورشي له خپل جېبه یې ورته د الوتکې ټکټ ځکه اخیستی چې داسې اندیښنې شته چې کیدای شي افغانان هم امریکا ته د ورتګ د بندیز په لیست کې شامل شي.

خو کله چې د متي بال سترګي په هوايي ډګر کې په قسمت امین ولګیدې بې اختیاره یې به جګ اواز ورغږ کړ: "قسمت ! قسمت !" او ورغاړی ووت.

متي بال قسمت امین ته له هرکلي وروسته د اسوشيټېډ پریس خبري اژانس ته وویل:

"زه دلته د قسمت په لیدو ډېر خوشحاله یم."

د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس لیکي چې دغه افغان ترجمان څلور کاله د امریکا د ویزې په تمه وو او د طالبانو له پرله‎پسې ګواښونو وروسته پټ اوسېده.

قسمت امین دوه ورځې وروسته له‎دې چې ولسمشر ډونالډ ترمپ د بندیز وروستی فرمان صادر کړ د امریکا ویزه ترلاسه کړه.

سره له‎دې چې افغانستان د هغو اوو عمدتاً اسلامي هېوادونو په لېست کې نه‎دی چې د اتباعو ورتګ یې امریکا ته منع شوی خو امریکایي چارواکو ویلي چې کیدای شي دغه لېست پراخه شي او نور هېوادونه هم په کې شامل کړای شي.

د ډونالد ټرمپ دغه فرمان چې په محکمه تر څېړنې لاندې دی،ډېر انتقادونه ورباندې شوي دي.

قسمت امین چې د سان فرانسیسکو په نړیوال هوايي ډګر د متي بال تود هرکلي سره مخامخ شو وویل:

"خبرې مې هېرې شوې خو زه په دغه تود هرکلي ځان واقعاً ډېر پیاوړی احساسوم."

هغه وویل چې په افغانستان کې لویه کورنۍ لري او اوس يي یوه بله لویه کورنۍ په امریکا کې پیدا کړه او هېڅکله يې تمه نه وه چې داسې څه به وشي.

متي بال د ستانفورډ پوهنتون کې محصل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معلومات څرګندوي چې څه دپاسه ۱۳ زره افغانان او کورنۍ یې امریکا ته د ورتګ د ځانګړو ویزو په تمه دي.

XS
SM
MD
LG