د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

ولسمشر غني: د واک مطلق تمرکز ستونزې نه‎شي حلولای


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تېرو تجربو په ښه ډول دا مسئله واضح کړې چې د واک مطلق تمرکز ستونزې نه‎شي حلولای.

ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ‌یې په ارګ ماڼۍ کې د تاریخ‌پوه فیض محمد کاتب هزاره د مړینې د ۸۶ تلین په مناسبت په جوړ شوي علمي سیمینار کې خبرې کولې وویل چې له کړکېچونو د وتلو یوازنۍ لار ګډ مشارکت او د یو بل د ستونزو درک کول دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د تاریخي پوهاوي په لرلو سره دا ویلی شو چې مطلقه قدرت ستونزې نه‎شي حلولای او له ملت جوړونې پرته دولت جوړونه هم، کار کوم ځای ته نه‌رسوي. په افغانستان کې اوسنی جنګ چې د بیارغونې او پرمختګ چارې یې له ګواښ سره مخ کړي دي یو لامل‌یې تاریخي بې‌خبري ده."

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال یونس قانوني او یو شمېر نورو د واک د نه‌تمرکز په اړه ځیني وړاندیزونه کړي دي.

د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني څه موده وړاندې په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د واک مطلق تمرکز ګڼې ستونزې جوړې کړي خو د پارلماني نظام په رامنځته کېدو کې به تر ډېره په دې برخه کې ستونزې حل شي.

یو شمېر سیاسي څېرې: اوسنی نظام دې په مختلط نظام بدل شي

له اجرائیه ریاسته د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اجرائیه رئیس په افغانستان کې د غیر متمرکز نظام غوښتونکی دی.

اجرائیه ریاست: اوسنی نظام باید بدلون وکړي

له دې ټولو سره-سره د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د تاریخ‌پوه فیض محمد کاتب هزاره د مړینې د ۸۶م کال په اړه جوړ شوي علمي سیمینار کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ.

ښاغلي دانش وویل چې یوازې ژبه، قوم او نژاد نه‎شي کولای چې د ولسونو ملي هویت وټاکي بلکې د یو بل په منلو سره کېدای شي پیاوړي ملتونه رامنځته شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

نوموړي زیاته کړه:

"ژبه، قوم او نژاد نه‎شي کولای چې یوازې د لوی ملي هویت په ټاکلو کې اغېز ولري ، عیني واقعیتونه دا ښيي چې دا مهال په نړۍ کې ډېر ملتونه شته چې فکري ورته‌والی نه‎لري خو یو ملت‌یې جوړ کړی دی."

په ورته وخت کې د ولسمشر دوهم مرستیال علامه فیض محمد کاتب هزاره د افغانستان د دري ژبې د معاصر تاریخ یوه لویه هستي وبلله چې په خبره‌یې په ټولې امانت‌دارۍ او صداقت سره‌یې په دې برخه کې نه‌ستړي کېدونکې هلي ځلې کړي.

ولسمشر غني د تاریخ‌پوه علامه فیض محمد کاتب هزاره په اړه په جوړ شوي علمي سیمینار کې همداراز د ښاغلي کاتب پر مزار د څلي د جوړېدو او د ده په نامه د حکومتي مډال د جوړولو سپارښتنه هم وکړه.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG