د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

ټاونسنډ: موصل او رقه ښارونه به ۶ میاشتو کې له داعشه ونیول شي


په عراق کې د امریکايي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال سټیفن ټاونسنډ په دې باور دی چې د عراق موصل او د سوریې رقه ښارونه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې له اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه بېرته ونیول شي.

دا خبره په داسې حال کې کېږي چې د امریکا اردو د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په غوښتنه عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د ماتولو لپاره د یوه نوي پلان په جوړولو کار کوي.

ښايي چې د دغه پلان د جوړولو کار د روانې میاشتې په پای کې بشپړ شي.

اسلامي دولت ډلې د موصل ځینې سیمې له لاسه ورکړي خو سوریه کې یې اوس هم پراخې سیمې تر ولکې لاندې دي او په رقه ښار کې سخت مقاومت کوي.

د سوریې ختیځ کې د رقې ښار په دغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې عملي پلازمېنه ګڼل کېږي.

امریکايي چارواکي په دې باور دي چې اسلامي دولت ډله په لوېدیځو اهدافو د بریدونو پلانونه په همدغه ښار کې جوړوي.

کارپوهان وايي چې د امریکا دفاع وزارت امکان لري یو څه نورو ځواکونو ته اړتیا ولري.

اوس‎مهال تقریباً شپږ زره امریکايي عسکر عراق او سوریه کې دي.

کارپوهان دا هم وايي چې کېدای شي د امریکا دفاع وزارت نورې تعرضي هلېکوپټرې او توپخانې د جنګ ډګر ته داخل کړي او هوايي بریدونو ته لا زور ورکړي او قوماندانانو ته پراخ صلاحیت ورکړي چې د جنګ ډګر کې فرصتونو څخه په استفاده فوري اقدامات وکړي.

په رقه ښار باندې برید نه مخکې یوه مهمه پرېکړه چې د ډونالد ټرمپ حکومت‌يې ښايي وکړي دا ده چې ایا کُردي ملېشو ته چې انقره‌یې ترورېستان ګڼي وسلې ورکوي کنه؟

ترکیه په ناتو تړون کې د امریکا متحد هېواد دی.

واشنګټن کې د سوریې د چارو یو کارپوه انډرو ټبلر وايي:

"دا یوه ډېره ستونزمنه موضوع ځکه ده چې څنګه کولای شئ په عین وخت کې ترکان او کُردان همکارۍ ته راوبلئ او خپل منځي جنګ څخه‌یې هم لیرې وساتئ."

واشنګټن کې د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز دفاعي کارپوه انتوني کوردسمن هم خبرداری ورکوي چې په اوسنۍ مرحله کې د جنګ د اوږدوالي اټکل نهایت مشکل کار دی.

هغه وايي:

"چې زغرده خبره وشي د رقې وضعیت تر دې حده نامعلوم دی چې د راتلونکي اټکل‌يې نه‎شي کېدلای."

عراقي ځواکونه چې د امریکا ملاتړ ورسره دی درې میاشتې کېږي چې د عراق د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره‌یې لوی عملیات پیل کړي دي.

بل‎خوا سوري ځواکونه چې کُردي ملېشې يې مشري کوي او د امریکا ملاتړ ورسره دی د سوریې رقې ښار ته نېږدې شوي دي.

د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال جان دوریان ویلي چې توقع کېږي چې دغه ځواکونه به په راتلونکو څو اوونیو کې رقه شار تقریباً بشپړ محاصره کړي او په ښار باندې برید ته به لاره اواره شي.

اسلامي دولت ډلې په وروستیو میاشتو کې په عراق او سوریه کې ګڼې سیمې له لاسه ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG