د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

روغتیا وزارت: سره صلیب دې خپل ځنډېدلي فعالیتونه پیل کړي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانانو لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې خدمتونه ډېر ارزښمن دي او هیله لري چې دغه اداره لکه د پخوا په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د یاد وزارت د ملکي برخې مسؤل کنشکا ترکستاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو چې افغانان مرستې ته اړتیا لري دوی هیله‎مند دي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه خپل ځنډېدلي فعالیتونه ژر پیل کړي.

ښاغلي ترکستاني زیاته کړه:

"موږ په ټوله کې دا پېښه غندو خو دا چې دې ادارې خپل فعالیتونه ځنډولي موږ هیله‎مند یو چې د افغانستان وضعیت ته په کتو سره صلیب بیا خپل فعالیتونه پیل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د جوزجان قوش‌تپې ولسوالۍ ته نېږدې د سره صلیب د کارکوونکو له وژلو وروسته سره صلیب په دغه هېواد کې د خپلو خدماتو د ځنډولو اعلان وکړ.

د جوزجان ولایت چارواکو ویلي چې د سره صلیب شپږ کارکوونکي داعش وسله‎والې ډلې وژلي او دوه نور یې له ځانه سره بیولي دي.

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې وژل شوي او تري تم شوي ټول افغانان دي چې په دغې سیمه کې یې د واورې څخه زیان لیدونکو کورنیو ته مرسته رسوله.

دا پېښه سره صلیب، نړیوالو بشري بنسټونو، د افغانستان اجرائیه رئیس، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکې ادارې، د بخښنې نړیوال سازمان، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او ځينو نورو ادارو په کلکو ټکو غندلې ده.

یاده کمېټه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي چې تر ډېره‌یې خدمتونه د جګړې د قربانیانو درملنه او د زیان لیدونکو سره مرسته ده.

افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند احمد امین ایاز ازادي راډيو ته وویل چې د فعالیتونو د بیا پیلېدو لپاره دا کمېټه وخت ته اړتیا لري.

نوموړی وايي:

"اوس‌مهال «ICRC» په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډوي ترڅو د دغې غمجنې پېښې په اړه ښه پوه شي، مخکې له دې چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام په اړه پرېکړه وکړي دا کمېټه وخت ته اړتیا لري تر څو وضعیت وڅېړي او پوهه شي چې په حقیقت کې څه پېښ شوي دي."

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې افغان امنیتي ځواکونه ته هدایت ورکړی چې دا موضوع په جدیت سره تعقیب او د پېښې له عاملانو سره غوڅ چلند وکړي.

له دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ۲۰۱۶ میلادي کال په افغانستان کې د مرستندویه ادارو لپاره خونړی کال بللی و، خو د نوي میلادي کال له پیلېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د یادې ادارې کارکوونکي وژل کېږي او له ځانه سره بیول کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG