د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د لیک تاریخ تر کومه رسي؟


موږ هره ورځ لیک کوو، لیک لولو او د لیک پر لیکنې نورو ته ټینګار کوو. دا ځکه چې لیک د علم د انتقال یوه ښه او غوره وسیله ده او هر هغه څوک چې لیکل وکړي او د لیک لوست وکړي، نو موږ یې باسواده بولو.

زموږ د ټولنې ټولې علمي او رسمي چارې د لیک پورې مستقیمه اړیکه لري او کهلیک ونه اوسي نو ښايي انساني ژوند له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ شي.

د لیک تاریخ تر کومه رسي؟ ارزښت یې څه دی؟ او د لیک ډولونه کوم دي؟ دا به په نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه کې ځواب شي.

د لیک د پېدایښت تاریخ د انسان د پېدایښت له تاریخ سره ذاتي تړاو او پیوند لري چې د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ سره یې په موازي ډول پرمختګ او تکامل کړی دی او تر دې شکله رارسېدلی چې نن زموږ او ستاسې په لاس کې قرار لري.

د لیک پېدایښت اسلامي پوهان د ادم ع د پېدایښت پورې تړي او وايي، کله چې ادم ع ځمکې ته راغلو نو لیک یې پیل کړ او له ده وروسته ادریس ع د قلم په وسیله په خپلو ګوتو لیک کړی دی.

د کابل پوهنتون استاده پوهندوی ډاکتره زرغونه زېور وايي چې د لیک په اړه یو شمېر پوهان افسانوي نظریات لري او وايي، کله چې د پیشدادیانو په مقابله کې دېوانو ماتې وخوړه نو د ماتې په صورت کې یې هغوی ته لیک ور وښود.

د ډاکټرې زرغونې په خبره چې لیک د تاریخ په اوږدو کې ځانګړي مراحل طی کړي دي او له همدغې امله بېلابېل ډولونه یې رامنځته شوي دي.

نوموړې وايي چې لیک پوهانو د نړۍ لیکنیز پرمختیايي بهیر په څلورو پړاوونو کې څېړلی دی چې عبارت دي له جمله ییز لیک،کلمه ییز لیک،څپه ییز لیک او اوازي لیک څخه.

اغلې زېور زیاتوي چې لیک د خپل ځانګړي ارزښت له مخې په ټوله نړۍ کې واکمن توک دی او که لیک ونه اوسي ښايي ژبې د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

د زرغونې په خبره په نړۍ کې د لیک ډولونه زیات دي، خو هر لیک په داخلي جوړښت کې هم ځانګړي سبکونه لري چې دا چاره تر ډېره د خطاطانو پورې اړوندېږي.

خطاطه شګوفه الکوزۍ چې د لیک برخه کې زده‎کړې کوي، وايي چې لیک ځانګړي سبکونه لري.

د نوموړي په خبره چې د لیک سبکونه د عربي ژبې په لیکدود کې کارول کېږي، نوموړې د لیک د تاریخ په اړه وايي چې د وحې راتګ په خپله د لیک د موجودیت ګواهي ورکوي.

د اغلې الکوزۍ په خبره چې لیک په دوو مفاهیمو خاص او عام سره بېلېدای شي او دا نظریه تر ډېره د یوناني لیک پوهانو د نظریې پر بنسټ رامنځته شوې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG