د امریکا ولسمشر له خپل دې فرمانه دفاع وکړه چې د مؤقت وخت لپارهیې امریکا ته د مهاجرو پر ورتګ بندیز لګولی دی او ویلي یې دي چې د اوو اسلامي هېوادونو خلک دې امریکا ته نهورځي.
ډونالد ټرمپ وویل چې دا پرېکړه د امریکا د امنیت لپاره شوې ده، خو تر دې مخکې د سان فرانسېسکو ایالت د قضائیه پلاوي درې تنو د دې فرمان د ځنډېدو حکم ورکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې امریکا ته د اوو اسلامي هېوادونو او نورو کډوالو د ورتګ مؤقت بندیز د امریکا د امنیت لپاره لګول شوی دی.
نوموړي وویل:
"کله هم نهغواړم چې دا ووایم چې محکمې پلویتوب کړی، نو دا هڅه داسې نهګڼم. تر اوسه مو پرېکړه هم نهده کړې، خو داسې ښکارېده چې محکمه ډېره سیاسي وه، د قضایي چارو لپاره به غوره وي چې بیانیه ولولي او پوه شي چې کوم کار سم دی."
ډونالد ټرمپ چې د چهارشنبې په ورځ د پولیسو قوماندانانو ته خبرې کولې، دا خبره هم وکړه چې دا د امریکا د ولسمشر حق دی چې خپل فرمان د مهاجرو په برخه کې پلی کړي.
د دې سربېره چې د سې شنبې په ورځ د قضایي پلاوي او د ټرمپ د استازي تر منځ ډېر بحثونه وشول بیا هم داسې تمه ده چې وروستۍ پرېکړه به د اوونۍ په پای کې اعلان شي.
د هغه فرمان له مخې چې ولسمشر ټرمپ د جنوري په ۲۷مه ورکړ، د نوي ورځو په مخه د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن خلک امریکا ته نهشي ورتلی.
له دې پرېکړې سره د امریکا دننه او بهر ګڼو کسانو مخالفت کړی دی.
خو ډونالد ټرمپ پرون د محکمې د سې شنبې ورځې پر پرېکړې ناخوښي څرګنده کړه او ویېویل چې داسې پرېکړې د امریکا امنیت له ستونزو سره مخامخوي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:
"دا یوه غمجنه ورځ ده، فکر کوم چې نن زموږ امنیت له خطر سره مخامخ شو او تر هغه وخت پورې به له خطر سره مخامخ وي چې موږ هغه ته اجازه ورکوو."
اوس چې د امریکا د قضایي چارو محکمې هیئت د کډوالو د فرمان برخه کې له ولسمشر سره په ټکر کې راغلی، پرېکړه ورسره ګرانېږي.
که قضایي هیئت د اوونۍ تر پایه خپله پرېکړه پلې نهکړي، نو د امریکا ستره محکمه به د ټرمپ د فرمان د لغوه کېدو یا پلي کېدو په اړه پریکړه وکړي.