د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

وکیلان او کارپوهان: د روسیې غونډه به نمایشي او د پاکستان په ګټه وي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او ځیني کارپوهان د افغانستان په اړه په مسکو کې راتلونکې غونډه تر یوه حده نمایشي بولي او وايي، ګټې به‌یې پاکستان ته ورسېږي.

دوی ټینګار کوي چی د دې غونډې ګډونوال تر ډېره خپل اهداف تعقیبوي او افغانستان پیاوړې ډیپلوماسي نه‌لري چې د خپل ځان په ګټه له دې غونډې استفاده وکړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړي نادر خان کټوازي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که روسیه په رښتیا هم په سیمه کې د ترورېزم پر وړاندې توافق وکړي، نو دا غونډه به د افغانستان په ګټه وي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې امریکا او روسیه توافق ته سره ورسېږي دا به د افغانستان په ګټه وي او که چېرې دا مسئله لکه د سوریې په څېر لویېږي او دواړه قدرتونه خپلو سیالیو ته دوام ورکړي او د افغانستان په مسئله کې لاسوهنه وکړي، زه بیا دا شپږ اړخیزه غونډه د افغانستان په ګټه نه‌بولم."

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سره په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل هغه هېوادونه چې له ترورېزم څخه ملاتړ کوي، ترورېزم به هغوی ته هم خطر متوجې کړي.

صلاح الدین رباني
صلاح الدین رباني

صلاح‌الدین رباني ټینګار وکړ چې د ترورېزم پر وړاندې د سیمې هېوادونه باید سره یو موټی شي.

ښاغلي رباني د روانې میلادي میاشې په جریان کې په مسکو کې پر جوړېدونکي غونډې چې د روسیې، چین، پاکستان، افغانستان، هند او ایران استازي به په‌کې ګډون کوي ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او پاکستان له‌خوا د جوړ شوي کنفرانس په اړه کلک غبرګون وښود او ویې‌ویل چې د دې هېواد د استازي په غیاب کې به دا ډول غوندې اغېزمنې نه‌وي.

مستغني: د مسکو نننۍ غونډه کې موجود ګونګوالي اندېښمن کړي یو

ولسي جرګه: د مسکو غونډه د افغانستان چارو کې ښکاره لاسوهنه ده

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه طاهر هاشمي وايي چې په مسکو کې جوړېدونکی کنفرانس به نمایشي وي او دا مهال د پاکستان په اشاره چین، روسیه او پاکستان هڅه کوي چې د مسکو په څېر غونډو کې د افغانستان استازو ته هم بلنه ورکړي.

طاهر هاشمي
طاهر هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې موضوع اصل او اساس د مسکو په لومړنۍ غونډه کې ترتیب شوی، روسیه، چین او پاکستان هیله لري چې پر افغانستان باندې نفوذ وکړي، زماني اجماع هغه وخت رامنځته کېږي چې هېوادونه ګډې ګټې ولري او زه فکر نه‌کوم چې افغانستان به له دا ډول غونډې کوم ګټه ترلاسه کړي، ځکه چې د بهرني سیاست له پلوه افغانستان ډېر کمزوری دی."

د ښاغلي هاشمي په وینا روسیه او امریکا سره رقابت لري او اوس پاکستان هڅه کوي چی افغانستان د امریکا د توجه له محراق څخه وباسي او افغانستان باید په دې برخه کې له احتیاط څخه کار واخلي.

په مسکو کې په جوړېدونکې شپږ اړخیزې غونډه کې به د افغانستان د ثبات، د سولې په موضوع او د ترورېزم په ځانګړې توګه د داعش پر ضد پر مبارزې ټینګار وشي.

د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې روسیې له طالبانو سره اړیکې نیولي او چین او ایران هم د روسیې په خوا کې ولاړ دي چې د کارپوهانو په وینا دا د افغانستان لپاره یو نوی سرخوږی دی.

بل‌خوا د چارو کارپوه زبیر شفیقي وایي، افغانستان په پرله‌پسې توګه د نیابتي جګړې میدان دی او افغانستان کولای شي په یو قوي بهرنۍ پالېسۍ له دارنګ غونډو د ځان لپاره کار واخلي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG