د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

پاکستان کې د ٢٠١٧ کال تر پايه افغان کډوال پاتې او ناراجسټر راجسټرېږي


د سې شنبې په ورځ د پاکستان پايتخت اسلام‎اباد کې د صدراعظم نواز شريف په مشرۍ د مرکزي کابينې له‎خوا د حکومتي پالېسۍ په اړه يوه غونډه وشوه چې يوه اجنډا يې د افغان کډوالو سمبالښت وه.

په دې غونډه کې پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده چې د مارچ تر ۳۱مې وه، د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې وغځول شوه.

تېر کال چې له پاکستانه زرګونه افغان کډوال په زوره دې ته اړ کړاى شول چې خپل هېواد ته کډه شي، تر هغه وروسته د ځينو سياسي ګوندونو په يوې غونډه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې په پاکستان کې ناراجسټر افغانان هم بايد راجسټر شي چې هېواد ته د ستنېدو په وخت د "يو. اېن. اېچ. سي. ار" له‎خوا د راجسټر مهاجرينو غوندې ورسره مرسته وشي.

د اطلاعاتو مرکزي وزيره مريم اورنګزېب وايي، په پرونۍ غونډه کې يې د شااوخوا يو ميليون ناراجسټر افغانان د راجسټر کولو پرېکړه هم کړې ده.

مېرمن اورنګزېب وايي:

"کوم ناراجسټر شوي افغانان دي، د کورنيو چارو وزارت ته امر شوى دى چې د دوى د راجسټرولو پروسه پيل کړي. بل دا چې پاکستان کې د اوسېدو چې کوم قانوني کارټونه افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي، د هغه موده د روان کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې وغځول شوه."

د مرکزي کابينې په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې له دې وروسته به د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله له تګ-راتګ سره تړلې د پاکستان د پلټنې د مرکزي ادارې "اېف. اى. اې" ټول قوانين عملي کېږي او هغه کډوال چې يو ځل افغانستان ته لاړ شي، بيا بې له ويزې پاکستان ته نه‎شي راتلاى.

د اطلاعاتو وزيره مريم اورنګزېب په دې اړه وايي:

"د ويزې نظام به اوس د پولې پر سر په اتومات ډول پر مخ وړل کېږي او د پولې پر سر چې خلک مخکې په راهدارۍ يوې بلې‌خوا ته اوښتل، اوس به هغه تګ-راتګ او د مهاجرينو يوې بلې‌خوا ته اوښتل د ويزې له پالېسۍ سره تړلي وي."

د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې "يو. اېن. اېچ. سي. ار" د پاکستان د مرکزي حکومت د دې پرېکړې هرکلى کړى دى.

پاکستان کې د دې ادارې مشر ايندريکا رتوتي په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د پاکستان دغه اعلان د کډوالو په وړاندې خصوصاً د هغو افغانانو په اړه چې راجسټر نه‎دي، د بدلون يو ګام دى.

ده ويلي چې پر پوله د ويزې نظام به د خلکو پر ورځني ژوند عملاً د بدلون اغېزې ولري.

ښاغلي رتوتي ويلي، "يو. اېن. اېچ. سي. ار" به افغانستان ته په‎خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره نړيوالې قوي مرستې تر لاسه کوي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG