د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د مسکو شپږ اړخیزه غونډه د افغان سولې په اړه ده


روسیه وايي، د روانې فبرورۍ میاشتې نیمايي کې به په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د لوړې سطحې غونډه جوړه شي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر پرون مسکو کې له خپل افغان سیال سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، افغانستان ته‌يې په دې غونډه کې چې پاکستان، ایران، چین او هند هم ورته بلل شوي، د ګډون بلنه ورکړې ده.

سرګي لاوروف هیله څرګنده کړه چې دا ټول هېوادونه به د مسکو په دې غونډه کې په لوړه سطحه برخه واخلي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو څرګندونو کې پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په خبرو کې ونډه واخلي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

روسیه په داسې وخت کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړوي چې افغان حکومت او متحده ایالات له طالبانو سره د روسيې او د مسکو د نېږدې متحد ایران د تماسونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون په بروکسل کې د ناټو له مقاماتو سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، کابل هیله‌مند دی چې له طالبانو سره د روسيې او ایران ارتباط د افغانستان د سولې په هدف وي نه د جګړې په خاطر.

ښاغلي اتمر وویل:

"موږ دوی ته په ډېر جدیت سره په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. موږ ایران او روسیه د افغانستان دوستان ګڼو او همدې ته په پام موږ خپله اندېښنه ښودلې ده. موږ ویلي دي غواړو چې له طالبانو سره هر ډول تماس د سولې په هدف وي نه دا چې د جګړې لپاره ترې کار واخیستل شي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

په دې وروستیو کې هم په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسيې، ایران او پاکستان په ګډون غونډه جوړه شوې وه چې افغانستان په‌کې ګډون نه‌درلود.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکلسن په دې وروستیو کې لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې مسکو له طالبانو سره د تماس له لارې هڅه کوي چې دې ډلې ته په افغانستان کې د مشروعیت د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.

د افغانستان امنیتي مقاماتو هم له خپل لوري اندېښنه څرګنده کړې ده چې له طالبانو سره د روسيې او ایران تماس ښايي له دې ډلې سره د پوځي او مالي همکاریو سطحې ته رسېدلي وي.

XS
SM
MD
LG