د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

حقجو: اوس هم افغانستان کې پانګونې ته لازمې اسانتیاوې نه‌دي برابرې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په هېواد کې اوس هم پانګونې ته لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې.

یاد وزارت وايي، د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره اړینه ده چې قوانین معیاري او په حکومت او خصوصي سکټور کې، ظرفیتونه لوړ شي.

د دغه وزارت مرستیال محمد قربان حقجو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوه تخصصي نړیوال نندارتون د لیدو پرمهال، د افغانستان د سوداګرۍ په اړه، د نړیوال بانک راپور ته اشاره وکړه او په هېواد کې یې د پانګونې پر وړاندې شته ستونزې و منلې.

محمد قربان حقجو
محمد قربان حقجو

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې اوس هم ښه کار، ښې سوداګرۍ او ښې پانګونې ته زمینې نشته، زېربنايي ستونزې، اداري فساد، کاغذ پراني، د امکاناتو نه شتون او د پیسو نشتوالی موجود دی."

ښاغلي حقجو وویل، له دغو ستونزو سره سره په تېرو درېیو کلونو کې، په هېواد کې ۱.۶میلیارده ډالره پانګونه شوې چې د تېرو کلونو په پرتله زیاتوالی ښيي خو خصوصي سکټور او نړیوال سوداګر تل په افغانستان کې د معیاري قوانینو او مقرراتو له نه موجودیته شکایت کوي.

نړیوال بانک هم یادو ستونزو ته په کتو سره ویلي چې افغانستان د نړۍ اووم هېواد دی چې اقتصادي وضعیت یې کړکېچن دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت داهم وايي چې د شته ستونزو د اوارۍ لپاره یوه کړنلاره تصویب شوې چې له عملي کېدو سره به یې د نړیوال بانک وړاندیزونه پلي شي.

افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په مقصد، له ایران او اذربایجان سره په ګډه په کابل کې یو نړیوال تخصصي نندارتون جوړ کړی چې تر ډېره ځایه په کې کورني لوازم، نندارې ته وړاندې شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی په هېواد کې د سوداګرۍ د کچې د پنځوس فیصده را ټیټېدو لامل، ناامني ګڼي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې اقتصاد، څرنګه چې لازمه ده، ښايي وده یې نه وي کړې، ځکه چې ستونزې شته، زموږ سوداګري پنځوس فیصده کمه شوې، خو کوم هېوادونه چې په رښتیا سره افغانستان ته د باکیفیته جنس د عرضه کولو لېواله دي، خپل ځای لري."

ښاغلی الکوزی وايي، د دغه نندارتون جوړول د دې سبب شوي چې د هېواد سوداګریزې اړیکي د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پراخې او په هېواد کې بهرنۍ پانګې اچونې زیاتې شي.

همدارنګه د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت مرستیال وايي، که دغه هېواد د سیمې له هېوادونو سره په یو وخت کې، سوداکریزې ستراتیژۍ معیاري نه کړی، په اقتصادي برخه کې به ستونزې نورې هم زیاتې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG