د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

مخابراتو وزارت: د مشخص کېدو په صورت کې به د ملي ګټو خلاف سایټونه وتړو


د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، که د هېواد کشفي او امنیتي ارګانونه ورته، د خلکو، نظام او ملي ګټو پر خلاف، د ټولنیزو شبکو تبلیغاتي سایټونه معرفي کړي، دغه وزارت دا تخنیکي توان لري چې پرته له ځنډه‌یې وتړي.

د دغه وزارت چارواکي دا خبره په داسې حال کې کوي چې لیدل کېږي ټولنیزو شبکو کې ځیني تبلیغاتي سایټونه داسې اطلاعات خپروي چې له واقعیتونو سره اړخ نه‌لګوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د" اترا" یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې رئیس نجیب عزیزي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې د مخالفینو سایټونه موږ ته د امنیتي ادارو له‌خوا معرفي کېږي موږ هغه سایټونه که فېس‌بوک او که نورې ټولنیزې صفحې وي له شرکتونو سره‌یې اړیکې نیسو او د دغې لارې یې تړو، پخوا مو هم تړلي او بیا یې هم تړو، د وزارت د تخنیکي توان په پام کې نیولو سره دښمن ته دا اجازه نه‌ورکوو چې په بې‌ځایه پروپاګندو سره، زموږ د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي."

د مخابراتو وزارت چارواکي وايي، نن سبا د معلوماتي تکنالوژۍ پرمختګ او تخنیکي امکاناتو خلکو ته دا اسانیتاوې برابرې کړي چې په اسانۍ سره، مختلفې مخابراتي، انټرنټي او تبلیغاتي شبکې فعالې او د خپلو اهدافو لپاره‌یې وکاروي.

د دغه وزارت چارواکي ټینګار کوي چې دغه شبکې او ټولنیز سایټونه باید خلکو ته د پرمختګ په بېلابېلو برخو کې د نویو کشفیاتو، نویو پېښو، په زړپورو موضوعاتو، تازه خبرونو او داسې نورو زرګونو ګټورو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړي، نه دا چې د خلکو او په تېره د ځوان کهول د بېلارې کولو هڅې وکړي.

د ټولنیزو چارو کارپوه عبدالجبار څپاند ټینګار کوي چې حکومت دې د دغو شبکو مخه ونیسي اوکه نه نو، ناوړه پایلې به ولري.

ښاغلی څپاند وايي:

"حکومت ته تکنالوژي راغلې، خو دا ظرفیت په‌کې کم دی چې سمه څارنه‌یې وکړي، د مخابراتو وزارت او اړوند ارګانونه چې مسؤلیت لري باید فېس‌بوک، موبایل او داسې نور باید فلټر او کنټرول کړي، پر دغه ایډیانو ځانګړې او ځیني محدودیتونه ولګوي، په دې معنې چې د ملي ګټو پر ضد باید ونه‌کارېږي."

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د خلکو، هېواد او نظام پر ضد یې د ټولنیزو شبکو په کشفولو کې، د مخابراتو له وزارت سره له پخوا راهیسې همکاري کړې او دغه همکاري به جاري ساتي.

عبدالغفار سیدزاده
عبدالغفار سیدزاده

د دغه وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي رئیس سید عبدالغفار سیدزاده، ازادي راډیو ته وویل:

"هغه سایټونه چې د مخالفینو له‌خوا ترتیب شوي او د افغانستان د ملي ګټو پر ضد ورڅخه کار اخیستل کېږي، موږ د دغو سایټونو په کشفولو کې همکارۍ ته چمتو یو، موږ ورته تدابیر لرو او د مخابراتو وزارت سره به اړیکې ټینګې کړو او په دې برخه کې به لازم اجراأت وشي."

په فېس‌بوک او داسې نورو ټولنیزو شبکو کې کله کله د ځینو پېژندل شویو کسانو له نومونو څخه کار اخیستل کېږي چې دا ډول هڅې بیا ډېر ژر پر نورو اثر پرې باسي.

خلک هم وايي، د دغو مشکوکو سایټونو خپرونو اندېښمن کړي او باید ژر تر ژره وتړل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG