یو شمېر سیمهییز چارواکي په مرسته رسونکو ادارو نیوکه کوي وايي، کومې مرستې چې زیانمنو سیمو ته رسېدلي بسنه نهکوي او په زیاتره سیمو کې هېڅ مرستې نهدي شوي.
د بدخشان د ولایتي شورا یوه غړي سردار سروري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وويل، د دغه ولایت د مرکز او ۱۰ ولسوالیو تر منځ غځېدلې لارې تړل شوي او خلک له بد وضعیت سره مخ دي.
نوموړي وویل:
"د دوه یا درې موټرو موادو مرسته چې تر اوسه شوې ده د یوې سیمې لپاره بسنه کوي، نه د ټول ولایت لپاره، په روغتيايي، خوراکي او د اړتیا وړ نورو برخو کې مرسته نهده شوې، دا په داسې حال کې ده چې په خوراکي موادو کې د یو من وريجو نرخ ۱۲۰۰ او د یو من اوړو ۵۰۰ افغانیو ته لوړ شوی دی."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي په دغه هېواد کې د روان کال د جدي له لومړۍ نېټې څخه د دلوې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې د طبیعې پېښو له امله ۱۶۰ تنه هېوادوال مړه شوي چې زیات تلفات په نورستان، بدخشان، پروان او غزني ولایتونو کې اوښتي دي.
په نورستان ولایت کې له ۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي، په بدخشان کې ۲۰ او په پروان کې هم شل کسان وژل شوي دي، خو په ټوله کې د افغانستان ۲۲ ولایتونه د واورې ورېدنې، طوفان او برفکوچونو شاهدان وو.
افغان ولسمشر د مرستو رسولو ادارې ته امر کړی چې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو سیمو ته اړینې مرستې ورسوي.
په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازی احمدالله مؤحد وايي، هغه څه چې د مرستو رسولو په اړهيې مسؤلین وايي، بېبنسټه دي.
دی وايي، تر دې دمه زیانمنو سیمو ته د ژغورنې او روغتیايي ډلې نهدي رسېدلي.
نوموړی وايي:
"موږ ډېره اړتیا ډاکترانو او د ژغورنې یو ټیم ته لرو چې د زیانمنو سره مرسته وشي او هغه جسدونه چې لا هم نادرکه دي راپیدا کړي او د خلکو ستونزو ته له نېږدې رسېدنه وکړي او نمایشي کارونه ترسره نهشي."
په ورته وخت کې د طبیعې پېښو په وړاندې د مبارزې عالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، تېره ورځ دوه هلیکوپټره لومړني خوراکي توکي نورستان او دوه هیلیکوپټره هم بدخشان ته استول شوي دي.
د نوموړي په خبره د ولایتونو په کچه د زیانونو په پرتله امکانات زیات دي:
"اوس لپاره موږ په ټولو ولایتونو کې د سرپنا په ګډون خوراکي او غیر خوراکي مواد ځای پر ځای کړي او د هرې ولسوالۍ یا محل چې ورته اړتیا شوه دا امکانات د خلکو په خدمت کې دي."
په ورته وخت کې د چارو یو کارپوه صدیق قیام وايي، د دې لپاره چې د واورې ورېدو له امله د زیانونو په کچه کې کموالی راشي، حکومت باید د ژمي د موسم له رارسېدلو دمخه په ولسوالیو کې اړین لومړني مواد ځای پر ځای کړي.
راپور: اکرامالله اکرام