د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، د اسلامي دولت ډله ځینو هېوادونو لکه افغانستان، عراق، سوریې او لیبیا کې په دفاعي حالت کې ده، خو وایي دا ډله تر یوه حده د پټو ارتباطاتو، استخدام او له جنګي ساحو بهر د بریدونو په غځولو سره خپلې چارې سمبالوي.
انتونیو ګوترس ویلي چې په هوایي ډګرونو او الوتکو کې د اسلامي دولت ډلې لهخوا ګواښونه په لوړه سطح کې پر خپل ځای دي.
دی زیاتوي دغه ډله په پرلهپسې ډول له جنګي سیمو بهر خپل پلویان هڅوي چې د خپلو سیمهییزو اړیکو څخه په استفادې بریدونه وکړي.
لهدې سره-سره د ګوترس په خبره د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په وړاندې پوځي کمپاینونو ډېر اغېز کړی دی.
دی وایي، دغې ډلې خپل ډېر وسلهوال او سیمې له لاسه ورکړي چې د دې تر څنګ د دغې ډلې د مالي وضعیت له خرابېدو سره د بهرنیو ترورېستي جنګیالیو پام دوی ته کم شوی دی.
انتونیو ګوترس وایي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هېوادونه ټینګار کوي چې په عراق او سوریه کې د بېلابېلو حکومتونو د توجه له کبله هلته د هغو کسانو چې بهرني جنګیالي بلل کېږي، ورتګ کم شوی دی، د دوی استخدام کم شوی او د داعش غړي په پراخه توګه د جګړو ډګرونه پرېږدي.
د ګوترس په خبره که څه هم دغه تُندلاره ډله اوسمهال په یوې بحراني بودجې خپل فعالیت پر مخ وړي، خو وایي د دوی عایداتي سرچینې لا هم پر خپل ځای دي لکه تېل او ګاز، باج اخیستل او د مالیو اخیستل ټول هغه څه دي چې په ګډه د دغې ډلې اتیا سلنه عایدات جوړوي.
په عراق کې د ملګرو ملتونو مأموریت اټکل کوي چې د اسلامي دولت ډلې تېر کال د تېلو له خرڅلاو څخه تقریباً ۲۶۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړه چې تر ډېرهیې د سوریې په دېرالزور ولایت کې د تېلو له ساحو څخه اخیستې وه چې د انتونیو ګوترس په خبره دا د ۲۰۱۵ میلادي کال په مقایسه تقریباً نیمایي برخه جوړوي چې له همدې درکهیې ۵۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي و.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اروپایې هېوادونو ارزونې ته په اشارې وایي چې د داعش ډلې د پراخو بریدونو ګواښ لاهم پرځای دی.
ده د یوه هېواد په حواله چې نومیې ونهښودل شو وویل چې د داعش یو شمېر هغه غړي چې تېر کال په پاریس او بروکسل کې د بریدونو لپاره اروپا ته استول شوي وو، پېژندل شوي او نیول شوي دي.
انتونیو ګوترس زیاتوي لیبیا کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې دغه ډله له سرت ښاره چې له عراق او سوریې بهر د دوی یو له ډېرو عمده مرکزونو څخه و وایستل شوه او په دې سره د دې ډلې عایدات او عملیاتي ساحه محدوده شوه، خو دی وایي، داعش ډله د لیبیا نورو برخو ته ولاړه او هلته د هغوی شمېر له څو سوه څخه نیولې تر درې زره پورې ښودل شوی وو.
په نایجیر او بورکینا فاسو کې د اسلامي دولت ډلې لهخوا بریدونو ته په اشارې د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې دې ډلې په لوېدیځه افریقا کې هم خپل حضور پراخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېر ډسمبر کې د ملګرو ملتونو پر ټولو ۱۹۳ غړو هېوادونو غږ کړی چې د داسې مقرراتو او مېکانیزمونو جوړولو ته پام وکړي چې وکولای شي له دغو ګواښونو سره مقابله وکړي، استخباراتي معلوماتو په شریکولو کار وکړي، بایومټریک او د اشخاصو د پېژندنې او هم مالي معلومات سره همغږي کړي.
ګوترس چې په خپله د ملګرو ملتونو د کډوالو د برخې مشر وو، دغهراز ټینګار وکړ چې په اروپا او نوره نړۍ کې د پناه غوښتونکو ډېره برخه له ترورېزم سره تړاو نهلري او هغوی یوازې له خپلو هېوادونو څخه له تاوتریخوالي تښتېدلي دي.
له دې سره-سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرلهپسې ډول پر هېوادونو غږ کړی چې داسې اقدامات وکړي چې ډاډه شي ترورېستي کړۍ د پناه غوښتونکو له لړۍ څخه استفاده ونهکړي.