د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د خېبر پښتونخوا بنو کې د پولیسو پر مرکز انتحاري حمله شوې


د خېبر پښتونخوا بنو کې امنیتي چارواکي وایي چې په بنو کې د پولیسو پر یوه چک پوسټ (تاڼې) ځانمرګی برید شوی چې لږ تر لږه ۲ پولیسان‌یې ټپیان کړي.

د پاکسنان دولتي ټلوېزیون د بنو د امنیتي چارواکو په حواله وايي چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ د بنو په منډان سیمه کې شوې ده.

امنیتي چارواکي وایي چې ترهګرو له باروتو ډک موټر د پولیس مرکز دروازې ته څېرمه له دېوال سره جنګولی چې دوه پولیسان‌يې ټپیان کړي.

د چارواکو په خبره د برید پر مهال په دغه پولیس مرکز کې نېږدې ۵۰ پولیسان موجود وو.

د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د بنو دولتي روغتون ته وړل شوي.

بنو د خېبر پښتونخوا لیرې پرته سیمه ده چې له شمالي او جنوبي وزیرستان له قبایلي سیمو سره نښتې پولې لري.

په دې سیمه کې تر دې مخکې هم پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه شوي چې ګڼ شمېر امنیتي سرتېري یې مړه او ټپیان کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې په بنو کې د پولیسو پر مرکز د دغه برید مسؤلیت دوو وسله‌والو ډلو تحریک طالبان پاکستان او القاعده برصغیر پر غاړه اخیستی.

XS
SM
MD
LG